کرنې وزارت: سږکال به د جنغوزیو حاصلات ۲۴زره ټنو ته رسېږي

عزم (سه‌شنبه، ۱۶تله، ۱۳۹۸ل): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د اټکل له مخې، سږکال د جنغوزیو په حاصلاتو کې ۱۰سلنه زیاتوالی راغلی دی او د تېر کال په پرتله سږکال د جنغوزیو حاصلات ښه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د اټکل له مخې ویلی شي، چې سږکال به د جنغوزیو حاصلات ۲۴زره ټنو ته ورسېږي.

دی وايي، د تېر کال په پرتله د جنغوزیو په حاصلاتو کې ۱۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان جنغوزي د خوست، پکتیکا، پکتیا، ننګرهار او نورستان له غرونو راټولېږي، چې اوس مهال ډېر یې چین، عربي هېوادونو او اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

په بهرنیو مارکېټونو کې د یو کیلو جنغوزیو بیه ۳۵ امریکايي ډالره ده، خو له افغان سوداګرو په کمه بیه اخیستل کېږي.

د کرنې وزارت هم مني، چې په افغانستان کې د جنغوزیو د پروسس د عصري ماشینونو د نشتوالي له امله د افغانستان جنغوزي د نورو هېوادونو په نامه بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.

د کرنې وزارت داسې مهال د جنغوزیو په حاصلاتو کې د ډېروالي خبره کوي، چې دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د جنغوزیو په راټولونکو بهرنیو عسکرو بمبار وکړ او له ۶۰ ډېر مزدوران یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close