اوم اکتوبر د ایمانونو د امتحان د پیل ورځ

لیکوال: عاکف مهاجر

د اکتوبر اوم وه خو هغه مهال له اکتوبر او نومبر سره ناشنا وم په دغو مې چندان سر نه خلاصیدلو خپلې وطني شمسي او قمري میاشتې مو پیژندلې امریکا پر افغانستان برید وکړ خو زما د عمر تر لسو درې زیات پسرلي تیر شوي وو سهار له جومات راغلم دوه د اکا زامن مې غلي غلي سره لګیا وو له ما یې خبر پټوله خو زه ورته غوږ نیولی شوم اخر دا یو راته ویل وی خبر یې بیګا امریکا پر افغانستان برید کړی د شریعت غږ رادیو سټیشن په شمول یې ګڼ ځایونه ویشتلي خیر د کور لور ته روان شوم په لاره کې مې ګیر سوچونه کول چې دا به څه کیږي، خو طالبانو د امریکا د سترو بمونو لاندې نسبتا زیات مقاومت وکړ البته اخر کې یې له دوه میاشتو وروسته شکست او شاتګ حتمي شو او یو په بل پسې یې ولایتونه پریښودل.
زه هغه مهال د مدرسې طالب وم زمونږ کلي او شوخوا ځینو سیمو کې د تیر دوران پاټکیان بیا په راټولیدو شول کلي کې مو مدرسه وه څو تنه ورغلي وو ورته ویلي یې وو په چرګانو کې به لا سپین چرګ پرینږدو تاسو اوس هم مدرسه کې اوسئ هلئ دا کانټینر خلاص کړئ اسلحې راوباسئ، خیر دا ورځې هم تیرې شولې، خو یادونه به یې تل پاته وي.

د امریکا د برید دوه کاله تیر شول کلی کې مو څو تنه پخواني طالبان ډیر په پټه توګه به کله کله سره راټول شول او د کوم پروګرام په اړه به یې مجلس کړی وو خو په دریم کال یې دا کیسې یو څه علني شولې، هڅه مې وکړه چې د ځان په اړه یو تن ته له دغو څخه و وایم چې زه هم درسره ځم کله مو که کوم کمین برابرول ما ته هم و وایاست خو د هغوی د احتیاط له امله راته سوچ انکاري شو چې ډیر یې مایوس هم کړم، خو عزم مو مات نه شو په همدې اراده پاته شوم یو بل سره مو اخر پیدا کړل خو جالبه دا وه یوه ورځ یو کلي ته لاړو د جومات په برنډه کې خلک ناست وو وی د امریکا خلاف چې څوک خبر هم وکړي نه یې پریږدي اوس هم دا زمونږ خبرې اوري خو دا لیوني ګوره په دغو زنګ وهلو ټوپکونو د امریکا مقابله کوي او امریکا ماتوي مونږ ته بیا د دوی په لیونتوب خندی راغی چې دا لیوني ګوره وی اوس زمونږ خبرې امریکا اوري او د بریا طمع یې تر وسلې ده پوه نه دي چې حق تل کمزوری خو اخر بریمن وي.
له ګیر څه راتیریږم راځم دېته چې د یادو سپینږیرو په کلي کې دوه کاله وروسته د مجاهدینو مرکز جوړ شو ډلې ډلې مجاهدین به ورتلل او راتلل یو څو زلمکي طالبان او څه پخواني طالبان سره یو یو راټول شول خو له همدغه اوم اکتوبر د ایمانونو د امتحان پیل هم وشو څوک کامیاب او څوک بیا ناکام و وتل خو همدغو ناکامو به هغه مهال د امریکا دشمنان لیونیان بلل اما اوس دوی هم خپله تیروتنه مني او افسوس په خپل حال کوي.

دا دی له ۲۰۰۱ کال بیا تر ۲۰۱۹ کال پورې طالبان د امریکا په خلاف وسله واله مبارزه کوي زرګونه امریکایان یې و وژل زرګونه یې ټپیان کړل او زرګونه نور یې بیا په عصبي ناروغیو اخته کړل، خو له خپلې تګلارې تیر نه شول د غربي احصائیو له مخې طالبان بیرته د هیواد په اویا فیصده خاوره کنټرول لري، امریکا د سولې جولۍ طالبانو ته غوړولې او د دې هڅه کوي چې نور روغ سر او روغې پښې له دغه هیواد څخه وباسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close