د اکتوبر اوومه اتلس کاله وړاندې او نن د تاریخ په تله کې:

لیکنه: أبو إحسان عامر

اتلس کاله وړاندې په همدې ورځ(د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر اوومه ) د نړۍ څه کم پنځوس هیوادونو چې سرخېله یې د وخت خونخواره امریکا وه په خورا جم او جوش زموږ پر مؤمن او غریب هیواد د بمونو باران پیل کړ.
دا نېټه د دې تور او بې رحمه یرغل د مرګوني ځنځیر لومړۍ کړۍ ده کوم چې اتلس کاله وروسته یې لا هم لمبې د دې بې ګناه هیواد پر لمنه را څرخي.
دا نېټه که له یوه پلوه د افغانانو د یوه بل کړاو، هجرت ، شهادت او کور خرابۍ او بالاخره د بریا پیلامه وه له بله پلوه په همدې ورځ د امریکا د مغرورې امپراطورۍ د ورکې او زوال پال ختلی او په دې ورځ یې مرۍ افغاني چړې ته برابره شوه.

هو: د تاریخ په یاد دي، په دې ورځ د عصر فرعون (بوش بن بوش) د صلیبي جنګ د پیل له اعلان سره سم د دې خاورې اصیل بچیان او واقعي وارثان د ژوند، مال، عزت او کور له حق نه پردي او محروم کړل ، هغوی هغه وخت یواځې دوې لارې (چې یوه یې تر هدیرې او بله یې تر بندي خانې تللې وه) درلودې وبس .
د ځمکې مخ او فضاء د وحشي ړانده بمبار لمبو او د باروتو دود داسې نیولي وو تا به ویل چې دې هیواد کې انسانان خو څه آن پر کاڼو او بوټو غرونو او رغونو هم له دې کبله چې په ایمان وللي دي د مرګ سزا پلې کیږي.
د وخت چپکې او تورې نړۍ ته هر سپین تر سترګو تور او هر یو تر سترګو دوه ورتلل، دا هیواد دوه مخې او فاسدې نړۍ ته له یوه مخه ګرم او په مرګ محکوم وو؛ دلته چې د فساد ځای امن د حیوانیت ځای انسانیت او د نفاق ځای ملي اخوت نیولی وو ثابته خبره ده پر فساد عاشقې نړۍ ته زموږ د امن کور فاسد ښکاریده او غوښتل یې چې دلته هم دځان په څېر د دیموکراسۍ په مټ له انسان نه د شریعت ورکړی عزت سلب کړي د فردي ازادي په نوم یې د فحشا، ایډز او همجنس بازۍ د بلاوو خوراک کړي.

هغه وخت خدای شته د یرغل د ځوانۍ او د نړۍ د مستۍ شپې وې، یرغلګرو له مورال سره سره پرېمانه زغروال درلودل، هغه وخت یې بدن کې ساه، جاغور کې مرمۍ او جیب کې روپۍ درلودې، هغه وخت امریکایي اشغالګرو عسکرو له ځان او مرکز نه سېمټي دېوالونه او د خاورو نه ډکې بوجۍ نه تاوولې بلکې هغه وخت یې له ځانونو نه د ببرو ډالرو بوجۍ تاوکړې وې ، هغه وو چې یوشمېر له وخت سره اوښتونکي جاه طلب او مال طلب تش په نوم افغانان یې د ځان مریدان او د خپل کور تخریب ته را مارش کړل.

د دې پر ځای چې امریکا د افغانستان مطالعه کړې وای امریکا عجله وکړه د راتللو لاره یې لیدله البته خپل غرور او زور اجازه ورنکړه چې د بیرته تللو لاره هم وګوري ، نه یې خپله سر کې سد وو نه یې د بل دلته مات شوي اشغالګر مشوره (افغانستان ته ورتلل اسان خو را وتل ترې ګران دي) منله، دوی ځکه دوکه شول یو خو دوی ناخبرو ته له ایمان سره ډغره وهل څه ګرانه نه برېښېده او بل هغه وخت د دوی غلامانو(کرزي او ….) دوی ته ډاډ ورکړی وو چې ګواکې خلک ګرده د دوی تر شا او پر مات پاڼ ولاړ دي بس هسي یوه دیکه به غواړي نور هیڅ نشته موږ ، مزې او د دیموکراسۍ چړچې هیڅ کله هم نه سره بېلیږو.

خو خبره داسې نه وه:
د شیطان ړوند لښکر د نصرت د پرښتو له لیدلو عاجز وو، دوی د الله تعالی پر نصرت او دې قول : قُلْنَا يانَارُ كُونِى بَرْدًا وَسَلامًا عَلی إِبْراهِيمَ . علم او ایمان نه درلود . د دوی د اټکل خلاف دلته د بارودو او کلسټرو د پراخو لمبو تل کې خلیلي ارادې ژوندۍ او لا پخې شوې ،وخت ورو ورو له ځان سره هرڅه بدلول ، د اشغالګرو تور لاسونه لنډ او پښې یې د سریښو ډنډ ته اوږدې شوې.
دلته د توحید رڼا ورځ تر بلې د هیواد په غیږه کې خپل مزې غزول ، دلته د تکبیر او الجهاد نارې د هیواد په اسمان څکو سردرو کې انګازې وکړې ، دلته میوند میوند هیواد د یرغلګرو تر ناولو قدمونو لاندې ګړي په ګړي لکه تبۍ په ګرمېدو شو ، دلته قطار قطار نازکې ځوانۍ نذرانې او پریمانه مجاهد سرونه سودا ته را وړاندې شول ، کله چې کافرې نړۍ او مزدورانو یې د مینې دا شور او د عشق دا ګرم بازار ولید له هغې ورځې یې دبدن وینې په کمبود پیل وکړ، عسکرو یې ځان وژنې او غلامانو یې تېښتې ته ملا وتړله.
هو : دلته امو ، ترنک ، کونړ ارغند او …. سیندونو دخپل سکني قلزوم پر لاره قدم وواهه او فرعوني نړۍ یې د خپلو څپول غیږه کې واخیسته تر دې چې ټول منحوس ارمانونه او دلته د ارام خوبونه یې په اوبو لاهو شول .
زموږ د استشهاد ابابیل د وخت د ابرهه پخو ځالو ( ارګ ، باګرام ، ګرین ویلیج ، شوراب او صحراباغ) ته ورسېدل ، د موټر بم درنې ټکې یې پر پخو کلاوو راپرېوتې د ډبې بم کښت یې زیات عسکر او زغروال پر نیمی ورېبل. همدا وجه وه چې نړۍ د غرور بام نه کوز ، د قدرت له نشې نه را پر خود او د تل لپاره یې د میم زور ما ټوله یې زما دعوه په زاریو بدله شوه .
که اتلس کاله وړاندې د اکتوبر اوومه او ننی د اکتوبر اوومه د تاریخ په تله او د امریکایي رسنیو په سکرین کې سره پر تله کړو امریکایې امپراطورۍ پر ملا ماته ده .
زموږ د ورکې لپاره یې چې کوم دامونه نصب کړي وه خپله یې ښکار شول . امریکایي رسنی چې بې له دروغ ویلو بل کمال نه لري هغه د چا خبره یو خبر یې هم بې مالګې نه وي . هغوی هم د دوی د ورکې پخلی کوي او مني چې اوس اتلس کاله وروسته د هیواد پر اویا سلنه برخه مجاهدین حاکم او دوی ترې شړل شوي دي.
اتلس کاله وړاندې زموږ پر اتحاد ماتولو متحد حارثان د وخت په تېرېدلو سره داسې دانه دانه شول چې د نړۍ نه بېل او بې سابقې دوه سري حکومت همدارنګه د ارګ او سپینې ماڼۍ، د ارګ او ولایاتو، دارګ او وزات خارجه ناندریو یې نړۍ حیرانه کړه .
خو لله الحمد موږ اتلس کاله وروسته لا هم بنیان مرصوص غوندي یوه قوي صف کې قرار لرو او د اشغال پر ضد خپله فریضه پر مخ وړو .
د اشغالګرې نړۍ نور په دې سر خلاص دی چې اوس حالات بدل دي دوی ځان سره دا ښېګڼه ګڼې چې نور له دې ګرداب نه ځانونه وباسي ، دلته که هر څومره زیات زور کوي هغومره به په ځمکه ننوزي، نور یې منتر بې اثره دی ، ملت د دوی بیا رغونه، دیموکراسي انتخابات او … عملا ولیدل .
توپير
پروني اکتوبر کې به یې دخلکو دروازې د دې لپاره ټکولې تر څو په ګډه زموږ خاوره وخوري .
اوس چې کله دې خاورې دوی وخوړل وینو چې بیرته هغه دروازې د دې لپاره ټکوي ترڅو د تېښتې یوه لاره پیدا کړي او دې مقتل نه ځانونه وباسي.
پروني اکتوبر کې به یې له زور خو نني اکتوبر کې له زاریو نه کار اخلي.
پروني اکتوبر کې که موږ بې له مرګ او زندان نه پرته بله لاره نه درلوده خو نني اکتوبر کې بیا دوی دوه آپشنه لري وبس .
یا مرګ یا تېښته ‌ان شاء الله وما ذلک علی الله بعزیز

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close