د طالبانو سفر څنګه ارګ او خارجه وزارت په جنجال سره واړول؟

ابراهیم میر

پاکستان ته د طالبانو د سیاسي مرستیال او ورسره پلاوي سفر د کابل حکومت ارګ ماڼۍ او خارجه وزارت په جنجال سره اچولي دي.

د سفر په لومړۍ ورځ، د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په داسې حال کې د دې سفر هرکلی وکړ چې د ارګ ویاند پاکستان ته د طالبانو تګ او د کوربنو لخوا د هغوی تود هرکلی د  ”د هېوادوتو ترمنځ د ټولو اړیکو او اصولو خلاف کار“ باله.

د سفر په دویمه ورځ، د ارګ ویاند پر خپله ټویټرپاڼه باندې ولیکل چې د طالبانو د سفر د هرکلي په اړه د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې د نوموړي ”شخصي نظر“ دی، خارجه وزارت له ځانه پالیسي نه لري بلکې د ارګ لخوا جوړه شوې پالیسي تطبیقوي.

تر دې وروسته، د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا ټویټر ته ټوپ کړل، د پخوانیو څرګندونو د تکرار ترڅنګ یې ولیکل چې د بهرنیو چارو وزارت د هېواد د رسمي بهرنۍ پالیسۍ ”اصلي تطبیقوونکی“ دی او ”د افغانستان د اسلامي جمهوریت رسمي نظر“ منعکسوي. د خارجه وزارت ټویټر اکاونټ په دې اړه د خپل ویاند درې واړه ټویټونه ریټویټ کړل.

د ارګ او خارجه وزارت پر جنجال به سترګې پټې کړو، خو په وزارت کې دننه اختلاف باندې سترګې نشي پټېدای. د سفر په دویمه ورځ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین هم د خپل وزارت د ویاند څرګندونې د هغه شخصي نظر وبللې. معین د خپل ویاند پر لومړیو څرګندونو له یوې مخې چلیپا راکش کړه او ویې ویل چې دا سفر له سولې سره هیڅ اړه نه لري، بلکې د دوو امریکايي ښوونکو د خلاصون پر سر د مذاکراتو لپاره طالبان هلته تللي دي.

د اختلافاتو دوې وروستۍ بېلګې:

د تیرې سپټمبر میاشتې په ۳۰مه، د ملي امنیت سلاکار د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته ولاړ. (پر نوموړي د امریکا د سفر بندیز لګول شوی و، خو دا چې غونډه د م.م. وه، نو ځکه متحده ایالات د وېزې، هغه هم د محدودې، په ورکړه مجبور شول.) د دې سفر په اړه د مثبتو څرګندونو پر ځای، چې همدا د بهرنیو چارو وزارت یوه دنده هم بلل کیږي، د وزارت ویاند برعکس دا په ملګرو ملتونو کې ”د افغانستان تر ټولو کمزوری حضور“ وباله.

همداراز د تیرې سپټمبر میاشتې په نیمايي کې ولسمشر اشرف غني امر صادر کړ چې په بهرنیو هېوادونو کې د خارجه وزارت د کارمندانو د استخدام د څرنګوالي او فساد په اړه دې پلټنې وشي. خو د وزارت مالک، اجراییه رییس عبدالله عبدالله، په خپل یوه فرمان سره دا امر د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې معلق وګاڼه.

ویل کیږي چې ولسمشر د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن د نوموړي د همدې څرګندونو له امله لیرې کړی دی. که اجراییه ریاست دا فرمان هم معلق وګڼي، وضعیت به د سمېدو پرځای نور هم خراب شي.

د ارګ او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ اختلافات د ملي وحدت د حکومت له بنسټ ایښودل کېدو سره هممهاله راټوکېدلي، ځکه خارجه وزارت د عبدالله عبدالله په برخه رسېدلی او د وزیر په ګډون زیاتره کارمندان یې د نوموړي تایید ته اړتیا لري. په ۲۰۱۶ز کال کې ولسي جرګې وزیر صلاح الدین رباني سلب صلاحیت کړ، خو نوموړی اوس هم لا پر خپله دنده پاتې دی.

په سوله او نورو مهمو ملي قضیو کې د دولت د سترو ادارو خپلمنځي اختلافات د حکومت مشروعیت، صلاحیت او توان له سختو پوښتنو سره مخ کوي. دا ډول اختلافات د طالبانو هغه استدلال نور هم قوي کوي چې وايي له کابل حکومت سره مذاکرات امکان نه لري. که طالبان له خپل دریځه واوړي هم او بالفرض د حکومت په حیث خبرې ورسره وکړي، د خپلمنځي اختلافاتو له امله به د حکومت په نوم هیڅ هم پاتې نه وي او، لکه نن، هر څوک به خپله سورنا غږوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close