تر اووم اکتوبر مخکې

حفيظ الدين پيرزاده

کال: ۲۰۰۱ م………

یو عجیب حالت په ټوله نړ‎ۍ طاري و.

وړ‎وکی بش د اخري صلیبي جگړ‎ې د اعلان په درشل کې و.

د غربي نړ‎ۍ ټولې رسنۍ پر افغانستان د حملې لپارہ پر ذھنیت جوړ‎ونې بوختې وې.

د ھر تلویزون پر شیشه، د ھر اخبار پر ټنډہ او د ھرې مجلې په وقایه د ھماغه یوہ طالب تصویر مالومیدہ چې قُمچینه په لاس ښځې وھي.

پاکستان، ایران او زموږ‎ د شمال گاونډیانو خپل ټول امکانات، نظامي اډې، لارې گودرې او نور د ناټو لوجستیکي خدماتو ته وقف کړ‎ې وې.

د امریکې او غرب استخباراتي سازمانونه د ډالرو له بکسونو سرہ افغانستان ته رسیدلي و، د فھیم، رباني، سیاف او نورو د اخیستلو لړ‎ۍ پیل شوې وہ.

داسې بریښیدہ چې د طالبانو او په ټوله کې د افغان ولس د اجتماعي اعدام فیصله د الله امر دی او غاړ‎ہ به ور ته ږ‎دو.
مخالفت یې له اللھي امر څخه سر غړ‎ونه او د انسانیت او بشریت خلاف کار دی!!

ھغه مھال انترنیت خال خال یو نیم ځای کې کاریدہ، تیلفونونه ھم نه و عام شوي نو زما به ټوله ورځ د بي بي سي، سي إن إن، فاکس نیوز، الجزیرہ او سویدني خبري چینلونو تر منځ په ټوپونو تیریدہ.

میرمن مې زما نا ھوسائي او اضطراب حس کړ‎ی و. یوہ ورځ یې راته وویل: دا چې ته وایې پر افغانستان حمله کیږ‎ي او بې شمیرہ ولسي خلک به پکې ووژل شي، آیا تاسې نه شئ کولای د امریکا د سفارت مخې ته د جگړ‎ې پر خلاف مظاھرہ وکړ‎ئ ؟! ښایي په نورو ملکونو کې ھم افغانان را پاڅیږ‎ي او د جگړ‎ې په خلاف آواز اوچت کړ‎ي!!

ماته یې وړ‎اندیز معقول مالوم شو او بې له مظاھرې مو په لاس کې بل بدیل ھم نه درلود. نو د تیلفون کتابچه مې را واخیسته او تیلفون ته کیناستم.

خو چې ھر ملگري ته به مې زنگ واھه، ھغه ته به پیل کې زما خبرې ټوکې ښکاریدې، او چې پوہ به شو ټوکې نه کوم نو بیا به یې په نصیحتونو راته پیل وکړ‎، ځینو خو ان دا راته وویل داسې خبرې په تیلفون کې مکوہ، دا ھر څه اوریدل کیږي ‎او ثبتیږ‎ي. له ځان سرہ به دې موږ‎ ھم غرق کړ‎ي یو.

زما ملگري ملامت نه و، د غرب رسنیو داسې ناتار جوړ‎ کړ‎ی و چې ټول خلک یې گنگس کړ‎ي و، نور زہ نه ھم پوھیدم چې څه به کیږ‎ي او څه روان دي، د ملگرو د استدلال ځواب مې ھم نه درلود. یواځې زړ‎ہ مې دا گواھي ورکوله چې دا ھر څه غلط دي یا پر غلطه خوا روان دي!

غالبا ډاکټر فاروق اعظم یواځینې افغان و چې د جگړ‎ې په خلاف یې آواز اوچت کړ‎. په لندن کې یې د انگریز د بھرنیو چارو وزارت مخې ته په یواځې ځان په داسې حال کې مظاھرہ وکړ‎ہ چې روژہ یې په خوله وہ او باران پرې وریدہ.

ھغه ھماغه وخت ویل: جگړ‎ہ د حل لار نه دہ، راشئ چې دا مسئله د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړ‎و.

ښایي ھغه به ھم ملگرو ته زنگونه وھلي وي او ممکن ھماغه ځواب یې تر لاسه کړ‎ی وي کوم چا ما تر لاسه کړ‎ی و.

آخر اوم د اکتوبر راورسید او د نړ‎ۍ تر ټولو قوي او د غښتلي اقتصاد لرونکیو ھیوادو د نړ‎ۍ په تر ټولو ضعیف او فقیر ھیواد حمله وکړ‎ہ!

د ناټو لومړ‎ی بم پر افغانستان پر اوم د اکتوبر را وغورځید!

دا د ھغه جرم سزا وہ چې موږ‎ اصلا نه و کړ‎ی!!!!

_______________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر ۶/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close