طلحه چیرې دی

طلحه چیرې دی
لیکوال: عاکف مهاجر

له لوی اختر څو ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت نکې ولسوالۍ ته هغه مهال ورسیدلو چې په همدغه شپه پرې د ګډو ځواکونو چاپه تیره شوې وه یو تن یې شهید کړی وو د سیمې د یو کلینک د یو تن ډاکټر په ګډون یې د هغه دوه نور زامن چې د پولیو واکسین کارکوونکي وو له ځان سره بیولي وو.

زه او ملګری مې نصیب ځدراڼ د یو بل ځایي ملګري په لارښوونه هغه کور ته لاړو کوم چې بیګا یې ګډو ځواکونو یو تن شهید کړی وو.
کور ته دننه شولو حجره کې خلک راټول دي خاموشي خپلې څپیړې د ټولو په خولو خپرې کړي دي او یو څوک هم د خبرو توان نه لري.
څو ایاتونه مو تلاوت کړه وروسته مو دعا وکړه ټولو په یوه خوله یواځې همدومره ویل ډیر ظلم یې راسره وکړ خدای دې دوی تباه کړي او د دغه ځڼکي دې خدای جل جلاله شهادت قبول کړي.
له خلکو مو وپوښتل چاپه کې داخلیان که بهرنیان وو وی ګډ وډ وو خو له داخلیانو د بهرنیانو رویه ښه وه هغوی به لرې ولاړ وو داخلي عسکرو وهل، تړل او نور زورول کول د شهید پوښتنه مو وکړه چې شهید ګورو ویل یې د شهید مخ نه معلومیږي په مخ مخ یې ویشتلی تابوت کې پروت دی په تابوت مو د هغه انځور لګولی څو شیبې همدلته وو جنازه وشوه له جنازې وروسته د اوشکي په نوم کلي ته لاړو شپه مو همدلته وکړه ماخوستن مهال د چارماشینه دورې بیا شروع شوې له دویمې دورې سره مونږ هم له کور را بهر شولو چې بهر مو کتل ټول کلی راوتلی پوښتنه مو وکړه دا څه کوي طیاره پرې ډز ونکړي ورته و وایاست چې کورونو ته لاړ شئ وی دا له کورونو راوتلي دلته په چاپه کې طالب او غیر طالب نده معلوم چې څوک نیسي بس وژني یې دا خلک د چاپې له ویرې له کورونو راوتلي کوم لور ته ځان خوندي کوي هک پک حیران ودریدم د خوار او زوریدلي ولس دغه زوریدلي حالت ډیر خواشینی کړم بلا کیسې ذهن ته راغلې خیر شپه تیره شوه سهار مو پوښتنه وکړه وی د غزني په دهیک کې یې چاپه وهلې دوه جوماتونه، څو کورونه یې نړولي او ۱۲ نفره یې شهیدان کړي.

دا چې مونږ د هغې چاپې د حالت معلومولو لپاره تللي وو چې څو میاشتې وړاندې په دغه کلي تیره شوې وه نو له همدې امله سهار خلک زمونږ له ورتګ خبر شول له یو خوا بل خوا راتلل چا به ویل هغلته یې فلانی شهید کړ دلته یې فلانی شهید کړ دا کور یې ونړولو هغه کور یې ونړولو بل به ویل دا زما ټیکټر یې وسوځولو زما یې بایفور ډاټسن چې هره ورځ به شرنې ته هم تله وسوځوله چا بیا د موټر سایکل او نورو شیانو د سوځولو کیسې کولې.
په دغه چاپه کې د اوشکي کلي ۱۴ تنه شهیدان شوي وو او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي وو.
نور بیا

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close