کرنې وزارت: سږکال د انګورو په حاصلاتو کې ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی

عزم (پنجشنبه، ۱۱تله، ۱۳۹۸ل):  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د پروسږکال په پرتله سږکال د انګورو په حاصلاتو کې ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، سږ کال د هېواد په ګڼو سیمو کې هوا ښه وه، چې له امله یې په کرنیزو حاصلاتو کې ورسره زیاتوالی هم راغلی دی.

د رستمي په خبره، سږکال د یو میلیون او درې سوه زره ټنه د انګورو حاصلات راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله ۳۰سلنه زیاتوالی ښيي.

دی وايي، نه یوازې د انګورو حاصلات ډېر شوي، بلکې د انارو، زردالو، مڼو او د نورو مېوو په حاصلاتو کې هم زیاتوالی راغلی دی.

د انګورو د باغونو څښتنان هم مني، چې د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی، خو له حکومت هم غواړي، چې مېوو ته یې ښه بازار پیداکړي او په لوړه بیه یې ترې وپېري.

کندهار، کابل، پروان او په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هر کال ټنونه د انګورو حاصلات راټولېږي، چې اوس‌مهال ځینو بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي.

د افغانستان وچې او تازه مېوې په بهرنیو مارکېټونو کې ښه نوم لري او ګڼ شمېر مینه‌وال یې هم پیداکړي دي.

پروسږکال د هېواد په ګڼو سیمو کې پرېمانه واورې او ورښتونه وورېدل، چې څو کلنې وچکالۍ ته یې د پای ټکی کېښود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close