دایکنډي: د بادامو په حاصلاتو کې ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی

عزم (چهار‌شنبه، ۱۰تله، ۱۳۹۸ل): د دایکنډي ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږکال په دغه ولایت کې د بادامو په حاصلاتو کې ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یاد ولایت د کرنې رئیس سید عبدالوهاب فیروزي وايي، سږکال په دغه ولایت کې ۲۵زره ټنه د بادامو حاصل اخیستل شوی، چې د تېرو کلونو په پرتله پکې ۴۰سلنه زیاتوالی ښيي.

دی وايي، په تېرو کلونو کې به د دایکنډي د بادامو حاصل ۱۵زره ټنه وو، خو سږکال پکې ۱۰زره ټنه زیاتوالی راغلی دی.

نوموړی د بادامو په حاصلاتو کې د زیاتوالي لاملونه د وچکالۍ د اغېزو کمېدلو ترڅنګ، د نباتاتو د ناروغیو او افتونو کنټرول، د اصلاح شویو نیالګیو وېش او د معیاري بڼونو جوړول ښودلي دي.

د فیروزي په خبره، سږکال موسم ښه و، چې ورسره د بادامو په حاصلاتو کې زیاتوالی هم راغلی دی.

بادام د دایکنډي د مهمو محصولاتو څخه دي، چې اوس مهال د ۷کیلو بادامو بیه ۳۵۰۰ افغانۍ ده.

په دغه ولایت کې ۲۴ډوله بادام کرل شوي، چې «ستاربايي» یې تر ټولو مشهور دي او بیه یې هم نږدې ۶زره افغانیو ته رسېږي.

دایکنډي او سمنګان هغه ولایتونه دي، چې د بادامو ډېر باغونه لري او هر کال ترې ټنونه حاصل راټولېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close