د تورخم دروازه د څلورو ورځو لپاره وتړل شوه

عزم (پنج‌شنبه، ۰۴ تله، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د تورخم دروازه یې د څلورو ورځو لپاره د بار وړونکو موټر پر مخ تړلې ده او دوې ورځې به د ټولو مسافرو پر مخ هم تړلي وي.

د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د تلې په شپږمه ولسمشریزې ټاکنې کېږي، نو د همدې لپاره د تورخم دروازه د څلورو ورځو لپاره تړلې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د تلې څلورمه، پنځمه، شپږمه او اوومه نېټه تورخم دروازه د بار وړونکو موټرونو پرمخ تړل شوې ده. همدا راز د تلې مياشتې پنځمه او شپږمه نېټه تورخم دروازه د ټولو مسافرينو پرمخ تړل شوې.

په خبرپاڼه کې له ټولو خلکو غوښتل شوي، چې په یادو ورځو کې دې تورخم ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

نن د کورنیو چارو وزارت هم په کابل کې د ټولو بار وړونکو موټر په تګ راتګ بندیز ولګاوه.

د تورخم دروازه داسې مهال د څلورو ورځو لپاره تړل کېږي، چې تېره اوونۍ د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانیستل شوه.

په تورخم نږدې هره ورځ د زرګونه کسانو د تګ راتګ سربېره سلګونه سوداګریز موټرونه هم تګ راتګ کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close