پرلپسې جنایات: څلور ورځو کې تر ۸۰ زیات قتلونه

خط اول

تېره پنجشنبه د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي سیمه کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۳۵ ولسي وګړي، چې غره ته د جنغوزیو راټولولو لپاره تللي وو، شهیدان شول.

له هوايي بریده یوه روغ راوتلي کس رویټرز اژانس ته ویلي، ”موږ پر اور باندې شاوخوا راټول شوي وو او د خپلو کلیو پر امنیتي وضعیت بحث کاوه، چې هر څه یوناڅاپه بدل شول – هر لور ته تباهي وه“.

غره ته تر تللو وړاندې لا ولسي وګړو ځايي چارواکو ته خبر ورکړی و چې دوی د جنغوزیو راټولولو ته ځي، خو امریکایانو بیا هم بمبار وکړ. بده لا دا چې د دې پرځای چې جنایت کوونکي اقلا بخښنه وغواړي، د ځان سپین ښوولو په مقصد یې وویل چې داعش جنګیالي د ولسي وګړو په منځ کې پټ شوي وو.

د ننګرهار غم لا سوړ شوی نه و چې تر هغه بله زړه بوږنوونکې پېښه رامنځته شوه – تېره شپه (د سپټمبر په ۲۲مه) ګډو ځواکونو په هلمند کې د واده خوشحالۍ په غم واړولې.

د راپورونو له مخې، ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې پر هغه کلي باندې چاپه وهلې او بمبار کړی چې د واده مراسم پکې روان وو. د وروستیو معلوماتو له مخې، په چاپه او بمبار کې نږدې ۶ کورونه ویجاړ شوي، عسکرو لږترلږه ۳۵ ولسي وګړي، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، شهیدان کړي او همدومره نور یې ټپیان کړي دي.

په پرچو څیرې شوې او په خاورو لړلې څېرې، په وینو او نکریزو سره لاسونه او پښې، د ښځو په وینو لړلې چادرۍ، د ماشومو نجونو بې خاونده دریا، د تورسرو او معصومو ماشومانو څپلکي او بوټونه، او د غوښو ټوټې هغه څه دي چې د زرګونو افغانانو زړونه یې دردولي دي.

د ننګرهار تر غمیزې راوروسته او د هلمند تر هغې وړاندې، د شنبې په ورځ (د سپټمبر په ۲۱مه) د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې پر هغو عامو کسانو هوايي برید وشو چې د ۵ شهیدانو، چې څو ساعته وړاندې په بمبار کې شهیدان شوي وو، جنازې ته راټول شوي وو. د شهیدانو له جنازې کوونکو ۷ کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شول.

د شنبې په شپه، د پروان د مرکز په خلازیو سیمه کې په بله چاپه کې د یوې ښځې په شمول ۶ کسان شهیدان شول.

دا یوازې هغه پيښې دي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خبر ورکړل شوی دی. ښايي په تېرو څلورو ورځو کې نورې هم دا ډول زړه بوږنووونکې پېښې رامنځته شوې وې.

یوازې په څلورو ورځو کې – د سپټمبر له ۱۹مې بیا تر ۲۳مې – په چاپو او بمبارونو کې د لږترلږه ۸۸ ولسي وګړو شهادت له جنایت، قتل عام او وحشت پرته څه بلل کېدای شي؟

له بده مرغه، د افغانانو د شهیدانو یوازې شمېر حسابیږي، نور یې ژوند ته هیڅ ارزښت نه ورکول کیږي. نړۍ او جګړه کې ښکېل یرغلګر لوري د عقل پرځای له بېځایه جوش او وحشته کار اخلي، که څه هم پوهیږي چې له دې لارې هیڅ نشي لاسته راوړلای. وحشت نه پخوا کومه یرغلګرو او د هغوی ملاتړو ته ګټه نه کړې او نه به یې هم اوس وکړي. که په څلورو ورځو کې زر یا تر دې هم زیات افغانان ووژني، بیا به هم تش لاس له دې خاورې ځي، ان شاءالله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close