مارچ 23, 2019

نیوزیلنډ: په دوه جوماتونو برید کې ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نیوزیلنډ: په دوه جوماتونو برید کې ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(جمعه، ۲۴ کب ۱۳۹۷): د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې په دوه جوماتونو برید شوی چې ۶۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او څلویښت تنه وژل شوي ۲۰ نور ټپیان دي.

برید هغه مهال رامنځته شوی چې د النور او لینوو په نوم جوماتونو کې خلک د جمعې د لمانځه لپاره راټول وو چې حلور تنو بریدګرو پرې برید وکړ او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د نیوزیلنډ د پولیسو مشر مایک بوش وایي د یادو بریدونو په تړاو یې څلور تنه نیولي چې درې یې نارینه او یوه ښځه ده.
هغه ویلي د بریدګرو له موټر حخه یې چاودیدونکي توکي هم نیولي دي.

ویل کیږي چې د النور جومات کې هغه مهال برید شوی چې د بنګلدیش لوبډله هم جومات ته د جمعې د لمانځه ادا کولو لپاره تللې وه، خو د ډزو له اوریدلو سره سم له سیمې تښتیدلي.

یوه ویډیو چې یو تن بریدګر په خپله فیسبوک پاڼه په ژوندی بڼه نشروله پکې ښکاري چې بریدګر یو یو تن په ګزو ولي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *