مې 23, 2019

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حمدالله محب احضار کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حمدالله محب احضار کړی

عزم(جمعه، ۲۴ کب ۱۳۹۷): له تیرو دوه ورځو راهیسې د افغانستان د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په امریکا کې د یوه څیړنیز دفتر په بلنه امریکا ته تللی.

محب هڅه کوله تر څو امریکایي چارواکي دیته وهڅوي چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه ونباسي او دلته خپل شتون ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه د وروستیو څرګندونو له امله نوموړی احضار کړی دی او ورته ویلي یې دي چې په خلیلزاد نیوکه پر بهرنیو چارو وزارت نیوکه ده ځکه هغه زمونږ ځانګړی استازی دی.

محب ویلي وو چې خلیلزاد غواړي د کابل حکومت کمزوری کړي او پدې توګه خپل پخوانی ملګری حامد کرزی واک ته ورسوي او یا موقت حکومت رامنځته او خپله یې ځان وایسرای کړي.

محب همدا راز له فاکس نیوز سره ویلي وو چې له طالبانو سره سوله د ۱۱ ستمبر او افغانستان کې د ۵۷۰۰ قربانیانو توهین دی، چې افغانستان کې د امریکا سفیر برې غبرګون ښودلی وو او ویلي یې وو چې طالبانو سره سوله سپګاوی نه بلکې د دوی له لوري ورکړل شوي توکي غلط استعمالول د قربانیانو سپکاوی دی.

Related posts