مارچ 23, 2019

د امریکا سفیر–محب ته: سوله د قربانیانو سپکاوی نه د مرستو غلط استعمال سپکاوی ده

د امریکا سفیر–محب ته: سوله د قربانیانو سپکاوی نه د مرستو غلط استعمال سپکاوی ده

 

عزم(پنجشنبه، ۲۳ کب ۱۳۹۷): په افغانستان کښي د امریکا سفیر جان باس د امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب وروستیو څرګندونو ته جواب ویلی دی.

جان باس لیکلي، چې له طالبانو سره سوله کول د قربانیو سپکاوی نه بلکې د امرکایانو له لوري افغان حکومت ته د ورکړل سوو سامانونو، مرستو او همکاریو غلط استعمال او په هغه کښي درغلي زموږ د قربانيو سپکاوی دئ.

دا پداسې حال کې دی چې د ملي امنیت سلاکار حمدلله محب د فاکس نیوز امریکایي تلویزیون سره په مرکه کي د طالبانو سره د امریکا سوله د یولسم سپټمبر د وژل سوو او د هغو ۵۴۰۰ سرتیرو چي طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي توهین او سپکاوی بلل کیږي.

د ویلو ده چې اشرف غني حمدالله محب او راتلونکو ټاکنو کې د هغه مرستیال امرالله صالح. ته امر کړی وو چې امریکا ته لاړ شي تر څو له امریکایي چارواکو او سیاسیونو سره و ویني او هغوی ته قناعت ورکړي چې امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونو ونه باسي.

اشرف غني تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ټرمپ ته خط لیږلی وو او غوښتنه یې ترې کړې وه چې باید خپل عسکر له افغانستان څخه ونه باسي، خو نیویارک ټایمز لیکلي وو چې د غني لیک ټرمپ خواشینی کړی.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *