مې 23, 2019

بلخ کې د عطامحمد نور د پلویانو او ځانګړو ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي

بلخ کې د عطامحمد نور د پلویانو او ځانګړو ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي

 

عزم(پنجشنبه، ۲۳ کب ۱۳۹۷): ټاکل شوې وه نن د بلخ نوی امنیه قومندان محمد اکرم سامع د امنیه قومندان په توګه وټاکل شي چې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور یې مخالفت کړی وو.

له بلخ ولایت حخه راپورونه ورکول کیږي چې د امنیه قومندانی په شاوخوا کې سخته جګړه روانه ده چې تر دا مهاله له دواړو طرفو درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د پیښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه جګړه د خپلسریو وسلوالو او د دولتي ځواکونو ترمنځ رامنځته شوې.

هغه زیاته کړې چې شار ټول د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی امنیه قومندان د ځانګړیو ځواکونو سره یو ځای قومندانی ته ننوتلی او ډیر زر به معرفي شي.

هغه ویلي تر دا مهاله یواځې یو پولیس ټپي شوی او د خپلسریو وسلوالو ۲۵ کسان یې ژوندي نیولي.

بلخوا عطامحمد نور هم د جګړې پخلی کړی او ویلي یې دي چې له ځان او ملت څخه به په ټول قوت دفاع وکړي، ارګ پر ملت باندې برید کړی دی.

Related posts