مارچ 23, 2019

سرپُل کې ۱۵ اربکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

سرپُل کې ۱۵ اربکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

عزم(پنجشنبه، کب ۲۳، ۱۳۹۷ ل): د سرپُل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د طالبانو او اربکیانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې ۱۵ اربکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
د اماني په خبره، د صیاد ولسوالۍ د انګشکه کلي کې طالبانو د اربکیانو پر یوې پوستې برید کړی، چې ۱۵ اربکیانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
دی وايي، په دغه نښته کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
په روانه اوونۍ کې دا په سرپُل کې درېیم برید دی، چې ګڼو پولیسو، اربکیانو او عسکرو ته په کې درنه مرګ‌ژوبله اوړي.
طالبانو د تېرې شپې د برید په اړه څه نه دي ویلي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *