مارچ 23, 2019

امریکا امرالله صالح ته ویزه ور نه کړه

امریکا امرالله صالح ته ویزه ور نه کړه

 

عزم(پنجشنبه، ۲۳ کب ۱۳۹۷): امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ته ویزه نده ورکړې تر څو د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره یو ځای واشنګټن ته سفر وکړي.

حمدالله محب او امرالله صالح وروسته له هغه امریکا ته د سفر اراده وکړه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په قطر کې ۱۶ ورځې پرلپسې خبرې وکړې او په پای کې یې د امریکایي ځواکونو او راتلونکي کې له افغانستان څخه نورې نړۍ ته د نه ګواښ توافق وشو، چې ویل کیږي غواړي امریکایان قانع کړي تر څو له افغانستان څخه خپل ځواکونه ونباسي، خو امریکا امرالله صالح ته له ویزې ورکولو څخه نټه کړې ده.

دا پداسې حال کې دی چې امرالله صالح او د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په امریکا کې د «هډسن» په نامه څیړنیز مرکز دعوت کړي وو چې د افغانستان او امریکا ترمنځ پر راتلونکو اړیکو وغږیږي.

حمدالله محب د دغه سفر پر مهال د امریکا له فاکس نیوز سره په مرکه کې و ویل چې امریکایان دې شرم وکړي چې له طالبانو سره جوړجاړی کوي او خپل قربانیان ویروي.

هغه په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسن حقاني سره به ناسته کې و ویل چې امریکا دې له افغانستان حخه خپل عسکر نه وباسي او که له طالبانو سره جوړ جاړی کوي له افغان حکومت سره دې په مسئولانه ډول چلند وکړي.

نوموړي و ویل مونږ واشنګټن ته له ډیرو پشنهادونو سره راغلي یو که امریکا خپل عسکر د زیاتو مصارفو له امله وباسي مونږ به خپل کلنی مصرف له ۴۶ ملیارد ډالرو څخه یواځې شپږ ملیارد ډالرو ته راکښته کړو خو امریکا باید هلته پاته شي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *