مارچ 23, 2019

بلخ: د اشرف غني بل حکم هم تر پښو لاندې شو

بلخ: د اشرف غني بل حکم هم تر پښو لاندې شو

عزم(پنجشنبه، کب ۲۳، ۱۳۹۷ ل): د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په حکم د بلخ امنیه قومندان اکرم سامع له دندې ګوښه شو؛ خو د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور او امنیه قومندان یې مخالفت کړی دی.
عطاء محمد نور پرون د مزار شریف له ښاریانو غوښتي وو، چې خپلې هټۍ دې نه خلاصوي او له کورونو دې نه راوځي.
د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرائیوي رئیس عطاء محمد نور د حکومت دغه ګمارنه ننګولې او حکومت یې په دسیسه جوړولو تورن کړی دی.
خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال خوشال سادات وايي، چې د اشرف غني حکم به پلی کړی او د بلخ امنیه قومندان به په زور له دندې ګوښه کړي.
دی وايي، د بلخ نوی امنیه قومندان جنرال عبدالرقیب مبارز د ځانګړو ځواکونو په ملتیا مزارشریف ته رسېدلی او د مزار شریف له اوسېدونکو یې غوښتي، چې خپلې چارې روانې وساتي.
نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي: «د بلخ خراب امنیتي وضعیت ته په کتو جلالتماب جمهور رئيس د ۲۲۲ د پولیسو ځانګړې قطعې قومندان عبدالرقیب مبارز د دغه ولایت د نوي امنیه قومندان په حیث ګمارلی. له بده مرغه پخوانی امنیه قومندان اکرم سامع چې د دې ولایت د امنيتي وضعیت په مدیریت او بهترۍ کې پاتې راغلی.»
دا لومړی ځل نه دی، چې یو چارواکی د دندې له ګوښه کېدو وروسته دنده نه پرېږدي او د حکومت پر وړاندې ودرېږي، بلکې له دې وړاندې د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور هم له حکومت سره د پنځو میاشتو چنو وهلو وروسته دنده پرېښوده او اشرف غني لوړ امتیازات ورکړل.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *