کرېکټ: افغان لوبډله راتلونکې شل اوریز جام ته لاره پیدا کړه

عزم(چهارشنبه، ۱۲ مرغومی ۱۳۹۷): د کرېکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ پر بنسټ افغان لوبډله توانېدلې، چې راتلونکې ۲۰۲۰شل اوریز نړیوال جام ته لاره پیدا کړې.
د اې سي سي د درجه بندۍ پر بنسټ هغه لوبډلې نړیوالو جامونو ته مستقیمه لاره پیدا کولی شي، چې په نړیواله درجه بندۍ کې اتم ځای ولري.
د اسې سي سي د شل اوریزو په درجه کې بندۍ کې افغان لوبډله اتم ځای لري، چې پاکستان، هندوستان، انګلستان، اسټرالیا، سویلي افریقا، نیوزیلنډ او ویسټ انډیز اووم ځای لري.
یادې اته لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریز لوبو په درجه بندۍ کې غوره لوبډلې دي او پاتې څلور لوبډلې به د اتو نورو لوبډلو ترمنځ له سیالیو وروسته د دغه جام د ۱۲ ګډون کوونکو هېوادونو پړاو ته لاره ومومي.
د شل اوریزو نړیوال جام په ۲۰۲۰ز کال کې په اسټرالیا کې ترسره کېږي، چې د اکتوبر له ۱۸مې د نومبر تر ۱۵ پورې به روان وي.
افغان لوبډله به سږ کال د پنځوس اوریزه نړیوال جام کې هم لوبېږي، چې سږکال په انګلستان کې ترسره کېږي.
افغان لوبډله لومړۍ لوبه له اسټرالیا سره لري او ټولې به نهه لوبې پکې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: