ننګرهار : بهرنیو ځواکونو چاپه کې ۴ ولسي وګړي بندیان کړل

د خوګیانو ولسوالۍ اړوند د خوګې سیمه کې تیره شپه امریکایي  ځواکونو د عامو خلکو په کورو چاپې وهلي .

له سیمې نه په تر لاسه شوي خبر کې ویل شوي د امریکایي ځواکونو په چاپه کې د ملک شاه ، محمود ګل او ګل ولي د کورونو ۴ تنه بندیان کړل شوي

په یاده چاپه کې امریکایي ځواکونو د خلکو نه د نغدو پیسو په شمول له کورونو نه زیورات هم چور کړل

له سیمې نه ور کړل شوی خبر وایي د امریکایي ځواکونو په چاپه کې طالب وسله والو ته کوم زیان ندي اوښتي .

په بندیانو کې زین الله، میرولي د ګل ولي زامن او خپله ګل ولي او رحمان الله د شاه محمود زوی شامل دي

.طالبانو هم یاده چاپه غندلې او وایي د شپې له مخې پر بې دفاع او مظلومو افغانانو داشغالګرو له لوري وحشیانه چاپې وهل، د ۲ سرې مزدورې ادارې د مشرانوهغه ډالۍ ده چي د امنیتي تړون په لاسلیک کولو سره یې مسلمان او مظلوم ملت ته وړاندې کړه.

اصف افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close