امنیت شورا: تیرو ۲ورځو کې مو تر ۳۰۰زیات طالب بندیان آزاد کړي

عزم یکشنبه ۱۲زمری، ۱۳۹۹): ملي امنیت شورا وایي تېرو دوو ورځو کې یې د بګرام په ګډون د هیواد له ګڼو زندانونو سلګونه تنه طالب بندیان آزاد کړي دي.
ددغې شورا پر ټویټرپاڼه یوه خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې شاوخوا ۳۱۷ تنه طالب بندیان یې په پروان او نورو ولایتوو کې له اړوندو بندخونو ازاد کړي دي.
شورا ویلي چې په دې سره د ټولو آزادو شویو طالب زندانیانو شمیر ۴۹۱۷ تنو ته رسیدلی دی.
شورا نه دي ویلي چې دا څه باندې ۳۰۰کسان یې د طالبانو لخوا د ورکړل شوي لیست له مخې خوشې کړي او که خپلسري نومونه یې ورځای کړي، خو اشرف غني په خپله اختریزه وینا کې ویلي وه چې د طالبانو د لیست له مخې پاتې ۴۰۰بندیانو د آزادولو واک نه لري او په دې هکله به لویه جرګه راغواړي، هغه شرط چې سیاسي شنونکي یې د واک غځولو او د سولې د بهیر په مخ کې د خنډونو ایجادولو ته یوه پلمه بولي.
ځینې سرچینې دا هم وایي چې د طالبانو په نوم خوشې شوي کسان زیاتره جنایي بندیان وه، خو دا خبر لا خپلواکو سرچینو نه دی تائید کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: