هسې پام مو دی؟

شفیع اعظم

د مارچ په پېل کې د پنځه زره بنديانو خلاصون لپاره لويه جرګه را ونه غوښتل شوه.
ځکه چې په يوه خوله به ټولو د خلاصون خبر کوله او هغسې پنځه مياشتې وخت نشو ضايع کېدای. اوس طا لبانو له خپل اړخه د حکومت ټول زر تنه بنديان خلاص کړل او اعلان یې وکړ که مقابل لوری زموږ ژمنه شوي بنديان خلاص کړي، د اختر له پای سره جوخت بين الافغاني مذاکرات پېلوو چې د سرتاسري اوربند مقدمه ده.
ټول له اختر وروسته د مذاکراتو پېل ته سترګې په لار وو، خو داکتر غني خپله اختریزه وينا کې و ويل چې د څلور سوه بنديانو خلاصون اوس ممکن ندی او دې لپاره بايد يوځل ملت وپوښتل شي چې خوشې یې کړم کنه. اوس به نو جرګې ته کابو يوه مياشت ترتیبات وي، ليستونه وي، مليونونه افغانۍ بودجه او مصرف وي کابل ښار به تړلی او رخصت وي…
بيا یې که منفي ورکړه يو جنجال که مثبته مشوره شوه نو دی به پرې فکر کوي وایي به لس لس خوشې کوم او شل شل.
فکر وکړئ څو مياشتې به بین الافغاني مذاکرات نور هم پدې تکتيک وځنډوي؟
خو بلخوا بيا د کرونا په پلمه ټول افغانستان کې شاخوا دولس زره جنايي بنديان خوشې کېدای شي له هیچا یې پوښتنه ونکړه، ځکه که یې کړې وای نو ټولو به ويل چې همدلته بندي ښه دي.
قضاوت تاسې خپله وکړئ دا د وخت کشي او سولې ځنډ پرته نور څه کېدای شي؟ ځيني اوس هم ريښتيا نه پوهېږي او که د سولې په ځنډ کې یې ګټې خوندي دي؟
بیشکه چی دا سړی مفکر دی خو دا چې څه ډول مفکر؛ خپله پرې فکر وکړئ.
#ياهو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: