طالبانو د بنديانو پروسه بشپړه کړه خو ولسمشر غني نوره هم اوږده کړه

 

لیکنه: خورشیدخان
د ۴۰۰ سوه زندانيانو پاتې کول تش په نوم لويې جرګې ته په حقيقت کې د سولې خبرو ته د رد ځواب دى.
کله چې ولسمشر د اعدام صلاحيت او واک لري،نو د خوشې کېدو يې هم لري.
د حکومت د مالوماتو پر بنسټ هر نيول شوى، طالب يا په جګړه او ياهم ځانګړو عملياتو پرمهال نيول شوى چې محکمو شل ،لس او دېرش کاله قيد ورکړى
نو په دې کې د خطرناک او نه خطرناک مسله مهمه نه ده
او يا خو پنځه زره خوشې شوي طالبان عبس زنداني وو،چې دا خپله د حکومت له اړخه جرم ده.
دا بهانې پرته د وژنو د دوام بله مانا نه لري
ملت ته ووايه واضح چې تيار نه يم طالبانو سره خبرې وکړم او يا قوت دې وښيه چې د جګړې لپاره دې ملت او خپل مامورين ملاتړ کوي او کنه
هيله ده چې د مصالحې عالي شورا مشر ښاغلى عبدالله عبدالله د سولې پروسه په واقعي توګه لاس کې واخلي او ارګ ته نور په تمه پاتې نه شي
ولسمشر خو يوازې څلورنيمو مياشتوکې په طالبانو لس زرو زيات سرتيري ووژل

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: