ننګرهار کې سیلابونو ۱۶ ماشومان وژلي

عزم شنبه ۱۱زمری، ۱۳۹۹):د ننګرهار ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د را وتلو سیلابونو له امله لوی شمیر ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سیمې خلک وایي، دا سیلابونه د یادې ولسوالۍ اړوند کلعټک سیمه کې تېره شپه راوتلي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۶ ماشومان او یوه مېرمن وژل شوي دي.
خلک وایي چې په دغه پيښه همداراز ۳ تنه نور ماشومان ټپيان شوي او يو لادرکه دى.
د ننګرهار د والي وياند، عطاالله خوږياڼي ويلي چې د سيلابونو سلګونه جريبه ځمکه او لسګونه کورونه هم له منځه وړي دي‌

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: