کرزي په سپین بولدک کې د پاکستاني پوځ بریدونه غندلي، خو اشرف غني پرې پټه خوله ده

عزم جمعه، ۱۰زمری، ۱۳۹۹): وروسته تر هغه چې تیره شپه پاکستاني پوځیانو پر هغو مسافرو افغان کډوالو ډزې وکړې چې افغانستان ته د راتګ پرمهال یې د لارې د بندیدو له امله پر اعتراض لاس پورې کړی وه، دغه راز یې د سپین بولدک ولسوالۍ پر څو کلیو د درنو وسلو بریدونه هم وکړل؛ په غبرګون کې یې نن ولسمشر غني په خپله اختریزه وینا کې په دې تړاو هیڅ راز څرګندونه ونه کړه او نه یې هم دې پیښې ته له یوې کوجنۍ غندنې پرته کومه ځانګړې اشاره وکړه؛ خو پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه پیغام کې د پاکستاني پوځ دا اقدام غندلی او ویلي یې دي چې سپین بولدک کې د پاکستاني ځواکونو بریدونه د ټولو نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل دی.
د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حامد کرزی دغه عمل د ټولو نړیوالو اصولو او موازینو خلاف بولي او د پاکستان له حکومت څخه غواړي څو له ټولو هغو تحرکاتو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کوي په کلکه ډډه وکړي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د نېکو او حسنه روابطو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

د یادونې وړ ده چې تیره شپه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند چمن سیمه کې د پاکستاني ځواکونو بریدونو کې ۹ ملکي کسان وژل شوي او نږدې ۶۰ نور ټپیان شوي وو

باید وویل شي چې تر ډیره پر ولسمشر غني تور پورې دی چې ګواکې پاکستاني چارواکړ سره یې د ډیورند پر فرضي کرښه معامله کړې او د پاکستان له لوري پر ګډه پوله وروستي تحرکات او د دروازو جوړول هم د یادې معاملې برخه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: