اکاډمیسین سلیمان لایق و مړ

عزم جمعه، ۱۰زمری، ۱۳۹۹):خبري سرچینې وایي چې اکاډمیسین سلیمان لایق په جرمني کې وو مړ.

شمشاد نیوز د علومو اکاډمۍ د مشر، ظاهر شکېب له قوله وايي چې سليمان لايق د هغو ژورو ټپونو له امله چې تېر کال د شش درک په سیمه کې د شوي موټر بم پیښه کې د هغه وجود ته رسېدلي وو، د جرمني په يو روغتون کې ومړ.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د ښاغلي لایق د مرګ خبرونه خپاره شوي وه، چې کورنۍ یې بیرته رد کړل.

سلیمان لایق پخوانی کمونست پلوه شاعر وه او د شرقي ښکیلاک پرمهال یې شوروي پوځیانو ته ځانګړي شاعري هم کړې او هغوی یې په خپلو شعرونو کې بار بار ستایلي دي؛ چې له همدې امله د خپلو همفکرو په زړونو کې ځانګړی ځای لري، خو ځینې نور یې بیا پردیو ته منسوبه منفوره څیره یادوي.

لایق څوک وه؟

دده اصلي نوم غلام مجدد دی او ددې نوم مانا نوښتگر دی. د لايق پلار له مجددي حضراتو سره د ارادت له مخې دغه نوم د تبرک لپاره په خپل ځوی کېښود.

 نوموړی يو  لیکوال، شاعر، او پخوانی کمونسټ سیاستوال وه، هغه د پکتيکا ولايت د ښرنې ښارگوټي په ايمنې خېلو کلي کې زېږېدلې دی.

زده کړې

لايق په ۱۳۱۹ لمريز کال کې چې عمر يې د ښوونځي د شمول تر نورمه اوښتی و، د حبيبيې لېسې دوهم ټولگي ته ومنل شو. چې بيا له همدې ټولگي څخه د زده کړې تر پايه د يوه ممتاز او بې سياله زده کوونکي په ډول پرمخ لاړ. له بده مرغه ده د حبيبيې لېسه د کورنيو ستونځو له کبله په پينځم ټولگي کې پرېښوده او دوه کاله وروسته يې د لمړنۍ دورې د دوو قضاکړيو ټولگيو آزموينه تېره کړه او به ۱۳۲۶ کې د پغمان د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو. هلته يې هم ډېر ژر نوم پېدا کړ او د مدرسې په زده کوونکو کې ممتازه څېره شو جې بیا په ۱۳۳۱ لمريز کې  لايق د مدرسې وروستنی ټولگی هم پای ته ورساوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: