اشرف غني: د طالبانو لیست کې ناموجود ۵۰۰ بندیان خلاصوو، د ۴۰۰ په اړه مشورتي جرګه راغواړم

عزم (جمعه، ۱۰ زمری، ۱۳۹۹): اشرف غني نن د لوی اختر تر لمانځه وروسته وویل چې تر راتلونکې دوشنبې به د طالبانو ۵۰۰ نور بندیان خوشي کړي، خو دا بندیان به د طالبانو لخوا د ورکړل شوي لیست له مخې نه وي.

د اشرف غني په خبره، دئ د طالبانو په لیست کې د ورکړل شویو ۴۰۰ بندیانو د خلاصون صلاحیت نه لري او په دې اړه د پرېکړې لپاره به مشورتي لویه جرګه راوغواړي.

د ۵۰۰ بندیانو په خلاصون سره به، د حکومت لخوا د طالبانو په نوم د خوشو شویو بندیانو شمېر ۵۱۰۰ ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو تېره ورځ اعلان کړه چې د دوی لخوا د زرو دولتي بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه شوې، او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې دوی هم خپله ژمنه پوره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: