لوګر کې چاودنې تر څلویښتو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

 

عزم(پنجشنبه، ۹ زمری ۱۳۹۹): سرچینې وایي نن پنجشنبه ماښام مهال د لوګر مرکز پل علم ښار د ازادي څلور لارې کې چاودنه شوې چې له څلویښت زیاتو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

تر دا مهاله د چاودنې د نوعیت په اړه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي، خو خینې سيمئیزې سرچینې چاودنه د موتربم له امله بولي.

یوې سرچینې ویلي چې ټپیان د عامې روغتیا روغتون یا نائب امین الله خان روغتون کې نه مني، خو نورې سرچینې بیا وایي چې د مړو او ټپیانو شمیر زیات دی له مرکز یې مرسته غوښتې دوی د نورو ټپیانو د درملنې امکان نه لري.

طالبانو په لومړي سر کې پیښه کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دغه چاودنه خو دوی پورې اړه نه لري.

دا په داسې حال کې دی چې د همدا تیرې یکشنبې په ورځ طالبانو د لوګر څرخ ولسوالۍ کې د سولې او ورور ولۍ تر نوم لاندې یوه مشاعره جوړه کړې وه چې رسنیو کې یې دولت پلوه لیکوالانو کلک مخالفت وکړ او ځینې ګډونوال یې آن امنیت شورا رسما تهدید کړي وو.

یوې سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط ویلي چې دغه چاودنه ممکن د طالبانو د سولې اړوند مثبتې غونډې وروسته د ځینو استخباراتي کړیو له لوري ترسره شوې وي.

د یادونې وړ دی چې له دوه ساعته تیریدلو سره لا هم د ولایت او امنیه قومندانۍ ویاندویان خبریالانو ته د پیښې په اړه څه ځواب نه ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: