چمن: پاکستاني ځواکونو پر افغان کډوالو مرګونی برید کړی

عزم پنجشنبه ۹زمری، ۱۳۹۹): رابورونه وایي چې د پاکستان ملیشه ځواک عسکرو د چمن په باډر کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې چې غوښتل یې نن ورځ د پاکستاني لوري لخوا د لارې د خلاصون له اعلان سره سم خپل هیواد ته راواوړي.

له سیمې څخه عیني شاهدان وایي چې د پاکستاني ملېشو په برید کي دوې۲ښځې درې۳ نارینه او څلور۴ ماشومان وژل شوي او ۷۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني لوري د اختر په مناسبت تیره ورځ لاره پرانستلې وه، خو نن  یې یوځل بیا د توقع خلاف بیرته وتړله چې له امله یې خلک وپاریدل او پر دروزاه یې هجوم وروړ.

له سیمې ورکړل شوي خبرونه دا هم وایي چې پاکستاني ځواکونو په همهاله توګه سپین بولدک کې پر افغان خاوره د توپونو ډزې هم کړې او ځینو کورونو کې یې خلک ټپیان کړي دي.
د بي بي سي د راپور له مخې چې پاکستاني امنیتي ځواکونو پر لاریونوالو اوښکي بهوونکی ګاز شیندلی او هغوی یې په غبرګون کې ځینو تاسیساتو ته اور ورته کړی دی.

بل لور ته افغان چارواکي وایي چې د مسافرو او ملیشه ځواک ترمنځ تر شخړې وروسته، د کرښې پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.

د یادونې وړ ده چې د چمن سرحدي لار د خلاصون لپاره له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې ځايي ولسونو، سیاسي ګوندونو او سوداګرو پرلت وهلی، خو پاکستاني لوري یې غوښتنې ته تر دې دمه مثبت غبرګون نه دی ښوودلی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: