سرور دانش:طالبان دې زمونږ له ښه نیته بده استفاده نه کوي تر اوسه مو د هغوی ۴۶۰۰بندیان آزاد کړي

عزم پنجشنبه ۹زمری، ۱۳۹۹):په داسې حال کې چې ارګ د بیلابیلو پلمو له مخې د طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ تر میاشتو وځنډوله او په مټ یې بین الافغاني خبرې له خنډ اوځنډ سره مخ کړې، تازه د اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش پر طالبانو تور لګولی چې ګواکې هغوی د دې پروسې مخ کې خنډونه ایجادوي.
دانش ویلي په داسې حال کې چې د دوحې د هوکړه‌لیک پر اساس د افغانستان حکومت په دې برخه کې هیڅ مسوولیت نه درلود، خو په وینا یې چې بیا هم حکومت تر اوسه ۴۶۰۰ زندانیان ایله کړي دي.
خو د طالبانو یوې باخبره سرچینې عزم ته ویلي چې تر دې مهاله شاوخوا ۴۲۰۰تنه د دوی اړوند بندیان آزاد شوي دي.
نوموړي پر طالبانو تور لګولی چې ګواکې د دولت له حسن نظر؟ او سوله غوښتونکو اقداماتو؟ غلطه استفاده کوي، وخت ضایع کوي او د جګړو د زیاتوالي ترڅنګ خبرو ته هم نه دي حاضر شوي؛ هغه نیوکې چې خپله کابل میشتي سیاسي مشران یې حکومت په هکله تورنوي.
سرور دانش د طالبانو د مشرتابه پر اختریز پیغام هم نیوکې کړې او ویلي یې دي چې هغوی ددې جګړې “فاتحین” ځان بولي خو دوی ته دا خبر د زغملو نه ده « هیڅکله دجمهوریت نظام، د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي ارزښتونه او د وروستیو دوه لسیزو لاسته راوړنې د معامله کولو نه دي»

سرور دانش ویلي اوس کابل کې متحد سیاسي لرلید شتون لري او غوښتنه یې کړې چې باید په ګډه له جمهوریت”دیموکرات نظام”نه دفاع وکړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: