مشعل: هند د افغان سولې د تخریب لپاره ځینو ګوندونو او اشخاصو ته پیسې ورکوي

عزم پنجشنبه ۹زمری، ۱۳۹۹): د ملي امنیت پخوانی ویاند لطف الله مشعل وایي چې هندي استخبارات, کابل کې بعضې نويو سياسي احزابو او “اجيرو اشخاصو” ته پيسې او سياسي پروژې ورکوي; تر څو د سولې پروسه ناکامه کړي!!
مشعل په ځانګړي ډول د دغو احزابو نوم نه دی اخیستی خو په دې وروستیو کې ارګ ته ځینو نږدې کړیو د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل مخکې خنډونه ایجاد کړي دي.
مشعل زیاتوي هند په تیرو شلو کالونو کې د افغانستان له بیا رغونې او ولس سره پريمانه مرستې کړي چې افغانان یی منندوی دي خو په وینا یې چې«د سولې روان بهیر سره د هند مخفي مخالفت، د افغانستان د ملی منافعو پر ضد اقدام دی. »
نوموړي پر یاد هیواد غږ کړی چې که غواړي له پاکستانه غچ واخلي، کابل یې ځای نه دی، بلکې په خبره یې چې په بلوچستان او کشمیر کې دې ډغرې ورسره ووهي.

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=10156993635511792&id=716621791

تر اوسه دولتي چارواکو د ښاغلي مشعل د څرګندونو په باب څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل بیا ادعا کړې وه چې له پاکستان سره د ډیورند پر سر تر معاملې وروسته اوس آن د کابل په دولتي ګمارنو کې هم اسلام آباد دخیل دی او هغوی چې د پاکستاني چارواکو خوښ نه وي، مهمو او کلیدي پوسټونو ته نه ورکول کیږي.
د یادونې وړ ده چې وروستیو کې د بهرنیانو د مخفي لاسوهنو له امله د سولې پروسې په مخ کې د ارګ لخوا پراخې منفي هڅې وشوې او ډول ډول خنډونه ایجاد شول، خو لا هم هیلې شته چې بین الافغاني مذاکرات به پیل او افغانستان به د یوې روښانه راتلونکي پر لوري قدم اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: