د افغان کرکټ ملي لوبډلې يو لوبغاړی د پل څرخي زندان بنديوان دی

د کرکټ ملي لوبډلې دغه پخوانی لوبغاړی شېرمحمد ناصري نوميږي چې له څلورو کلونو راهيسې د پل څرخي په زندان کې بنديوان دی.
ناصري په پاکستان کې اوسېدلی، په پېښور کې لوبېدلی او د افغان کرکټ ملي ټيم د ډوېژن لوبو او لومړيو نړيوالو لوبو پر مهال يې د افغانستان نمايندګي کړې. هغه د افغانستان ولايتي کرکټ سياليو کې هم برخه اخيستلې.
د ده په اړه ويل کيږي، چې د يوې دسيسې ښکار شوی او په يوه نامالومه قضيه کې، دا مهال د پل څرخي په زندان کې شپې ورځې سبا کوي.
تر دې مهاله ده سره په زندان کې د ملي لوبډلې موجوده نوموتلو لوبغاړو څو څو وارې ليدلي، په دغو لوبغاړو کې، محمد نبي،رحمت شاه زرمتی، ګلبدين نايب، نجيب الله ځدراڼ او شاه پور ځدراڼ شامل دي.
د دغو لوبغاړو ورتګ هم د ناصري خلاصون ته لاره نه ده هواره کړې، دغه پخواني لوبغاړي د څرخي پله د بندخونې د ريس اخترمحمد نورزوی، د کرکټ بورړ د ځينو چارواکو او د ملي لوبډلې د هغو لوبغاړو، چې زندان ته ورغلي، په مرسته په پل څرخي زندان کې د بنديانو د ساعتيري او ورزشي بوختيا په موخه د کرکټ يو ميدان هم رغولی.
په ټولنيزو رسنيو په تېره بيا په فيسبوک کې د ناصر قوم او نورو ګڼو هېوادوالو لخوا غوښتنه کيږي، چې شېرمحمد ناصري دې خلاص شي، هغه بې ګناه دی!
د ملي لوبډلې دې پخواني لوبغاړي هم پر خپل فيسبوک ليکلي چې: «دا سختې ورځې به خدای پاک تېرې کړي».
هغه وخت په وخت د نورو پوسټونو ترڅنګ زندان ته د ورغليو لوبغاړو تصويرونه هم فيسبوک ته پورته کړي.
دا لاندې د شير محمد ناصري د فېسبوک iD تړونی دی:
https://www.facebook.com/sher.muhammad.54738

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: