انسټاګرام په پرله پسې توګه ستاسې د موبايل کامره کاروي

په دې کې څه شک نشته چې د خواله رسنيو زياتره پلاټ فورمونه او د موبايل ځينې کاريالونه (اپليکېشنز) د کارونکو جاسوسي کوي، خو د فيسبوک او انسټاګرام په اړه مشهوره ده چې دوی د کارونکو ترمنځ (يو تر بله) خبرو باندې هم نظر ساتي.
د خواله رسنيو د دغو پلاټ فورمونو لخوا هر وخت د دې ادعاوو ترديد کيږي، چې ګوندې د کارونکو ډاټا (مالومات) څاري او جاسوسي يې کوي.
د اېپل په نامه د موبايلونو امريکايي کمپنۍ د خپل نوی توليد IOS14 لومړنۍ نمونه له معرفي کولو مخکې د توليد او څارنې ډلې ته د هغوی د څېړنې او څارنې په موخه ورکړې وه.
د دغې څېړنې او څارنې په ترڅ کې د کارونکو له څرګندونو نه مالومه شوه چې دوی که خپله انسټاګرام ID کاروي يا نه، خو انسټاګرام په پرله پسې توګه د دوی د موبايل کامرې ته لاس رسی لري.
په لنډه توګه او په آسانه ټکيو ويلی شو چې د فيسبوک اړوند کاريال «انسټاګرام» د کارونکو له خوښې پرته د هغوی د موبايل کېمره کاروي او په جاسوسي کې ککړ دي.
د دې خبر له څرګندېدو وروسته، د انسټاګرام ادارې هم منلې، چې د دوی کاريال (اپليکېشن) د موبايلونو کامرې استعمالوي، خو زياتوي چې دا په غلطي کې شوي او په راتلونکو Updates (اوسمهالي کولو) کې به دغه ستونزه حل شي.
د انسټاګرام اداره وايي، مونږ هغه وخت ستاسې د موبايل کامرې ته لاره پيداکوو، چې خپله تاسې يې غوښتنه وکړئ.
دوی وايي، زمونږ په توليد شويو IOS موبايلونو کې دا يوه غلطي شوې وه، چې ژر به لېرې شي.
له بلې خوا، IOS14 د راز ساتلو اړوند غوره والی ښودلی، چې له دې وروسته که کاريال د کارونکي شخصي مالوماتو ته لاس رسی ولاره نو موبايل به کارونکی سمدستي خبروي.
همدا لامل دی، چې د انسټاګرام دا جاسوسي ونيول شوه، خو دا لا تراوسه نه ده معلومه چې Android موبايلونو کې هم ورته چم کيږي او که نه!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: