د قربانۍ طريقه

 

د قربانۍ د څاروي حلالولو غوره طريقه دا ده چې څاروی قبلې ته مخامخ څملوي او بيا دا دعا ووايي: اني وجهت وجهي للذي فطر السماوات و الأرض حنيفا و ما أنا من المشركين، إن صلاتي و نسكي و محياي و مماتي لله رب العالمين لا شريك له و بذلك أمرت و أنا أول المسلمين اللهم منك و لك.
بيا به بسم الله الله اکبر ووايي او په تېره چاړه به يې حلاله کړي، له حلالولو وروسته دې دا دعا ووايي: اللهم تقبله مني کما تقبلت من حبيبک محمد وخليلک ابراهيم عليهما السلام.
ژباړه: يا الله! داسې يې رانه قبوله کړه لکه له خپل حبيب محمد او دوست ابراهيم عليهما السلام څخه چې دې قبوله کړې وه.

*شارگونه پرې کول:*
په غاړه كې څلور رګونه دي: د سا رګ، د خوراک او څښاک رګ، او دوه شارګونه چې د سا رګ دواړو غاړو ته دي، په ذبح کې له دغه ټول څلور رګونه پرېکول يا ترې درې رګونه پرېکول اړين دي، (مسائل رفعت قاسمي، ج: ۵، مخ: ۱۵۵، مسائل عيدین وقرباني).

له حلالولو وړاندې چاړه ښه تېره کړئ او يو څاروی د بل څاروي په وړاندې مه حلالوئ، په ذبح کې د څاروي سر مه پرې کوئ او په پوستولو کې بيړه مه کوئ، پرېږدئ چې په ارامه يې ساه ووځي يخ شي او بيا يې پوست کړئ.

*د قربانۍ د پوستکي مسائل*

د قربانۍ پوستکی دې نېستمنو ته ورکړل شي، که چا پوستکی وپلوره هغه پيسې دې نېستمنو ته ورکړي، پخپله يې نشي کارولای. (کفايت المفتي: ۸/۲۲۲).

البته که څوک وغواړي چې د قربانۍ له پوستکي څخه ځان ته جای نماز، غړک، موزې، څپلۍ يا بل په کور کې کارېدونکی شی جوړ کړي، جائز دی، دغه راز کتابونو ته پوښ هم ترې ورکولای شي. (فتاوی رحيميه ۱۰/۳۹).

د قربانۍ څرمن قصاب ته په مزدورۍ کې ورکول روا نه دي، که په نوموړي يې د قربانۍ څرمن ووېستله نو هغه ته به له څرمنې ورکولو پرته له خپله جېبه مزدوري ورکوي. (المبسوط: ۶/۲۰۰۶).

د قربانۍ پوستکی امام، خطيب يا مدرس ته د تنخوا په حساب کې ورکول سهي نه دي، البته که نوموړي بې وزله او مستحق وو بيا يې له تنخوا پرته د کومک په ډول ورکولای شي.(فتاوی رحيميه: ۱۰/۳۴).

د اختري له حلالولو وړاندې د هغه پوستکی خرڅول حرام دي. (فتاوی رحيميه: ۵/۱۷۳).

*د قرباني د غوښې ويش*
د قربانۍ په لوی څاروي کې که اووه کسان شريکان وو، نو غوښه به يې په اټکل نه وېشي، لومړی دې ټوله غوښه وتلي او د تول له مخې دې په اوو برخو ووېشي.
د قربانۍ شريکانو که د غوښې له تللو پرته برخې ووېشلې او ځينې برخې ترې کمې او نورې زياتې شوې، داسې وېش ناروا دی. (بدائع الصنائع: ۴/۲۰۲).

د غوښې په ټولو يا ځينو برخو باندې يې که د سر، پښو او څرمنې لږلږ برخې کېښوولې نو بياکه ځينو برخو ته زياته اندازه غوښه ورسېږي او نورو ته کمه وي؛ داسې وېش پروا نه کوي او که پورته يادشوي شيان يې په برخو ونه وېشل نو هغه مهال کمې او زياتې برخې جوړول ګناه ده. (البناية: ۱۴/۳۵۷).

د وېش يوه ځانګړې طريقه: د قرباني غوښه که داسې ووېشي چې څلورپښې څلورو برخو ته کېږدي، پنځمې برخې ته سر کېږدي، شپږمې ته ماغزه، او اوومې ته ژبه او څه نور شيان بيا نو هغه مهال که پاتې غوښه له تللو پرته په اټکلي ډول ووېشي پروا نه کوي. (خلاصة الفتاوی: ۴/۳۱۵. البحر: ۸/۳۱۹)

د قربانۍ د څاروي وازده، لری، کولمې، څرمن، وړۍ، وژغنې او يا د بدن بله برخه که څه هم زياته بيه ونه لري، په مزدوري کې ورکول يې ناروا دي. (بدائع الصنائع: ۴/۲۲۵)

مستحب دا ده چې د قربانۍ غوښه درې برخې کړل شي: يوه برخه پر نېستمنو ووېشي، يوه برخه خپلې کورنۍ ته وساتي او دريمه برخه پر خپلوانو ووېشي، او که څوک پخپله نېستمن وي هغه ته غوره ده چې ټوله غوښه خپلې کورنۍ ته ورکړي (ردالمحتار: ۶/۶۴۱)

د قربانۍ غوښه پر شتمنو او نېستمنو دواړو باندې خوړلای شي او هم يې دواړو ته ډالۍ کولای شي.
په قرباني کې د ګډون مسائل
په لويو څارويو لکه: غوا، مېښه، او اوښ کې اووه تنه شريکېدلای شي، له اوو کسانو کم هم لوی څاروی حلالولای شي؛ خو په يو څاروي کې له اوو کسانو ډېر نشي شريکېدلای.
بايد هڅه وشي چې داسې نېک خلک په قربانۍ کې شريک کړل شي، چې نېتونه يې سم او شتمني يې حلاله وي، که الله مکړه په اوو شريکانو کې د يو تن نيت د الله د رضا پرته بل څه وي، د ټولو قرباني خرابوي، دغه راز دهغه چا شراکت سهي نه دی چې شتمنۍ يې حرامه وي، دې مسئلې ته بايد ډېر پام وشي. (مسائل رفعت قاسمي: ۵/۱۱۱. بدائع الصنائع: ۴/۲۰۸)

افغان دارالعلوم/ دارالافتاء

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: