په هلمند کې د انجې کرکېله زیاته شوې ده

عزم (پنج‌شنبه، ۰۹، زمری، ۱۳۹۹ل): د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د انجې طبي بوټي کرل ډېر شوي او اوس د بولان فارم سربېره د هلمند په ګڼو ولسوالیو کې کرل کېږي.

د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وايي، په هلمند ولایت کې د انجې کرکېله او سوداګري په غوړېدو ده او هلمندي بزګران انجې (هنګ) کرکېلي ته لېوال شوي دي.

دی وايي، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوي ارزښت لرونکي کرنیز توکي ور وپېژنې.

ښاغلي الکو وويل، په همدې موخه ددې ولایت د بولان په فارم کې په یوه جریبه ځمکه کې د انجې (هنګ) طبي بوټې کرل شوي وو او پرې څېړنې وشوې. «په دې فارم کې پر انجې تر څېړنو وروسته اوس مهال د هلمند په ګرم سېر ولسوالۍ کې بزګرو په خپلو ځمکو کې نږدې ۳۰۰ جریبه انجه کرلې ده. دمګړۍ د یادو کروندو د انجې د حاصلاتو راټولولو لړۍ پیل شوې او ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.»

دی وايي، د انجې بوټي ډېرو کمو اوبو ته اړتیا لري او ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره ښه مطابقت کوي.«انجه داسې بوټی دی، چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي او د کورني بازار تر څنګ نړیوال مارکېټ لري او په لوړه بیه پلورل کېږي.»

په دې وروستیو کې په هلمند کې ګڼ کرنیز توکي ازمایل شوي، چې د ډېرو پایله مثبته وه او اوس ترې هر کال ټنونه ټنه کرنیز توکي راټولېږي.

اوس‌مهال په هلمند کې کېله، خُرما، الو ویرا، شفتال، انګور، انجه، زعفران او نور مېوه جات او طبي بوټي کرل کېږي، چې ډېر یې بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: