روغتیا وزارت: خلک باید د اختر په ورځ روغتیايي سپارښتې عملي کړي

عزم (پنج‌شنبه، ۰۹، زمری، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت مسوولین له خلکو غواړي چې د راتلونکي لوی اختر په ورځ روغتیايي سپارښتنې عملي کړي، چې د کرونا په وایروس ککړ نه شي.

د دغه وزارت چارسمبالي وزیر احمد جواد عثماني په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، نړۍ او افغانستان اوس هم د کرونا وایروس د بحران په دوره کې ځای لري او اړینه ده، چې خلک د دوه متره واټن په ساتلو، ماسک کارولو، په مکرر ډول د لاسونو په مینځلو، له غېږ او لاس ورکولو څخه په ډډه کولو سره؛ خپل ځان په کرونا وایروس له اخته کېدو څخه وساتي او د دغه وایروس له خپرېدو څخه هم مخنیوی وکړي.

عثماني له خلکو وغوښتل چې د قربانۍ پرمهال دې لاسماغونه«دستکشې» وکاروي او د ګڼه ګوڼې ځایونو ته له ورتګ دې ډډه وکړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال امین الدین مظفري بیا د جوماتونو له امامانو او خطیبانو وغوښتل د لوی اختر لمونځ دې په ازاده فضا کې ادا کړي.

نوموړي وویل، خلک باید پر کرونا وایروس له اخته کېدو د وقایې او همدارنګه د یاد وایروس خپرېدو مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري په دغه خبري غونډه کې وویل، چې د کرونا وایروس له پراخې خپرېدا څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښار د ګڼې‌ګوڼې سیمو، ناحیو او جوماتونو کې د میکروب ضد دوا شیندلو بهیر دوام لري.

حیدري د کابل ښاریان له اوسېدونکو وغوښتل چې د ګڼه ګوڼې ځایونو ته دې نه ځي او روغتیايي سپارښتې دې عملي کړي.

په تېر کوچني اختر کې په بازارونو کې د خلکو د ډېرې ګڼه ګوڼې له امله د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شوې، خو اوس د روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې په راتلونکي اختر کې دې پر ځانونو پام کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: