فرهان یوسفزی: په کابل کې به د کرېکټ معیاري لوبغالي لپاره ځمکه ډېر ځانګړې شي

عزم (پنج‌شنبه، ۰۹، زمری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی وايي، په کابل کې د جوړېدونکي معیاري لوبغالي لپاره به ځمکه ډېر ژر ځانګړې شي، چې ورسره به یې د رغنیزې چارې هم پیل شي.

نوموړي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د کابل کرېکټ د نوي لوبغالي لپاره د ځمکې د ځانګړې کېدو چارې بېخي نهايي شوې او ډېر ژر به د د کابینې له لوري تایید چې ورپسې به یې ډېر ژر رغنیزې چارې هم پیل شي.

یوسفزي وویل، کله چې دی د کرېکټ بورډ مشر شوی، نو په دغه اداره کې یې ګڼ مثبت بدلونونه راوستي او لا هم هڅه کوي چې نور بدلونونه هم راولي. «د خپلې کاري دورې له پیل راهیسې مې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، دا چې په پیل کې د بودیجې له کسر سره مخ و، خو الحمدلله دغه ستونزه اوس حل شوې او د بېځایه لګښتونو مخه مو نیولې چې ورسره اوس د بودیجې د ډېرښت لوري ته روان یو، که څه هم د کرېکټ له نړیوالې شورا مو هم د مالي همکارۍ غوښتنه کړې، که چېرې له موږ سره مرسته وشي نو زموږ ټولې چارې به لا ډېرې ګړندۍ او په ښه توګه ترسره شي.»

دی وايي، له شک پرته زما په کاري دوره کې ډېر اصلاحات رامنځته شوي چې دواړه اداري او تخنیکي برخې پکې شاملې دي، ټول لوبغاړي مو سره په یوه خوله کړل، د ادارې لپاره مو بنسټیزې تګلارې او پالیسۍ جوړې کړې او دغه راز مو د کارکوونکو پر ظرفیت جوړونې ډېر کار کړی دی، بله دا چې زه لومړی هر څه په خپل ځان عملي کوم، بیا پر نورو کارکوونکو او پر همدې بنسټ مو ډېرې لاسته راوړنې هم لرلې.

یوسفزي د شپږیزه کرېکټ لیګ اووم پړاو او د افغانستان شل اوریز غوره لیګ سیالیو ته اشارې وویل، چې دواړه لیګونه به په ډېره ښه توګه د ادارې له لوري ترسره شي او زموږ یوازېنۍ موخه هم د هېوادوالو لپاره د سیالیو برابرول دي چې راتلونکی کال به د ډېرو هېوادونو پر وړاندې لوبې وکړو.

 د یادولو ده چې د کرېکټ د نوي معیاري او نړیوال لوبغالي د ځمکې د لېږد چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ورپسې به یې رغنیزې چارې هم په ښه او معیاري توګه پیل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: