د اسلامي ټولنې ځوان کهول ته!

 

لیکوال: فضل المنان سعید

د اسلامي مبارزو تېر څوارلس سوه کلن بهیر که دقیقاً وڅارو، نو وینو چې د قرآن او سنت د تنفیذ، اعلاء کلمة الله، اسلامي حاکمیت او استقلال د ترلاسه کولو په موخه تر هرچا وړاندي، ځوان کهول هغه څوک دی چې ځاني، مالي، قلمي، او هراړخیزي قربانۍ ته چمتو شوی دی.
ځوان پهٔ هر زمان او مکان او د تاریخ پهٔ ټولو پړاؤنو کې آن تر دا مهاله چې موږ په کې ژوند کؤو د اسلامي امت د پاڅون رمز او د هغه د ځلانده تمدن د پرمختګ لامل ګرځېدلی، د اسلام د سپېڅلي دین د سترو ارزښتونو د حفاظت او بریا په ډګر کې د ځوان رول ترهرچا بارز اوسیدلی.
ځوان کهول په حقیقت کې د یو ملت روح، څپانده او ګرمه وینه، خوځنده او متحرک زړه، ټینګ عزم او کوټلې اراده او تاند ځواک بلل کیږي، ځوان د ټولنې په نما، ارتقا او بقا کې د ملا د تیر حیثیت لري.
خو په اسلامي ټولنه کې دا ټول څه هله واقعیت موندلای شي چې کله دا ټولنه، سالم ځوان نسل ولري. که چیري د ټولني ځوان نسل ثابت او سالم و اوسي؛ هرو مرو به یې د خپلواکۍ، ملي هویت، اقتصادي، کولتوري، سیاسي، نظامي ټولنیز او علمي توان ژوندی واوسي، دوام به پیدا کړي، او که خبره برعکس وي، نو حتمي به دا ټولنه له ناخوالو، ستونزو او بالآخره له ناکامۍ سره مخ کيږي، آن د خپل شتون د دوام له لانجې سره به لاس او ګرېوان شي.

لکه وړاندي چې مو وویل ځوان نسل د ټولني د ارتقا او بقاء په لاره کې د ملا د تیر حیثیت لري، دا ځوان نو کله د خالد بن ولید په توګه د مدینې غوندې کوچنی ریاست د نړۍ ستر ریاست جوړوي، او د نړۍ د سترو فاتحینو په لړ کې ځان شاملوي، کله د ۱۷کلن محمد بن قاسم په شکل د یوې مظلومي خور د آه او فریاد په اورېدلو سره سیند کې د راجه داهر په وړاندې د جهاد بیرغ اوچتوي، کله بیا د احمد شاه ابدالي په صورت کې د هند د مرهټیانو نوم او نښان ورک کوي، کله بیا د شهاب الدین غوري په بڼه د هند مغرور غرونه د تکبیر په ملکوتي او هیبتي نعرو لړزوي، کله بیا د طارق بن زیاد او موسی بن نصیر په شکل کې د اسلامي خؤځښت د سرلؤړۍ په پار توره پورته کوي، هسپانیه فتح کوي، کله بیا قیس ابن مروان شي، افریقا کې د توحید توغ لؤړي.

او کله بیا د امیر المؤمنین، عمرثالث، بت شکن، ملا محمدعمر مجاهد په توګه، ملوک الطوایفي، شر، فساد، ظلم او استبداد ته د پای ټکی ږدي، د اسلام د حاکمیت لوېدلی بیرغ یوځل بیا راپورته کوي، له ګرد اوغبار څخه یې څنډي، د آسیا په زړه کې یې ښخوي، د یو داسې سپېڅلی اسلامي نظام بنسټ ږدي چې د وخت مؤرخین او مفکرین ورته ګوته په غاښ پاتي کیږي.

دا چې اوس زموږ د عصر ځوان کهول ته څه کول پکار دي چې له ځوان نه یو بریالی او ژمن شخصیت جوړ شي؛ غواړم په اړه څو ټکي درسره شریک کړم:

د دې لپاره چې د اسلام دښمنان، خصوصاً د لویدیځ لیبرل او سیکولر فکر د خپلو مستشرقینو په مټ هڅي کوي چې د مسلمانانو دغه ځواک (ځوان نسل) بې لاري کړي، د ملاتیر په ماتؤلو سره مسلمانان ناتوانه او بې وسه کړي، ترڅو خپل شوم او ناولي اهداف تر لاسه کړي.

دې مقصد ته د رسېدو په موخه لوېدیځوالو د مسلمانانو په خلاف تر نظامي یرغل وړاندې فکري، عقېدوي، او نفسیاتي یرغل ته مخه کړې، په دې برخه کې یې ډېرې حربي وکارولي، ترڅو مسلمانان له خپلو دیني ارزښتونو څخه زړه توري کړي، دوی خپل ټول توان او انرژي صرف کړه، خو د متعال څښتن په فضل سره مطلوبي بریا ته ونه رسیدل. ورپسي یې په یو او بل نامه پر مسلمانانو نظامي یرغلونو ته ملا وتړل، ډېري مسلماني ویني یي وبهولي، ډيري ککرۍ یې ترخاورو لاندي کړي.

خو په مقابل کې یې د ویښو مسلمانانو په زړونو کې د مقاومت حماسې، د انتقام اوغچ ولولې، د بریا او ښېرازۍ جذبې نوري هم را ژوندۍ او ګړندۍ شوي.
بالأخره دوی پوه شو چې د ککریو په خاورې کؤلو سره بریا نه ترلاسه کیږي، بلکي سل نورې ککرۍ خاورې کېدلو ته تیارېږي.
اروپا پر اسلامي نړۍ د فکري یرغل خیال په دیارلسمه لسیزه کې پر فوځي محاذ د بیا بیا ناکامۍ وروسته وکړ. دې سنګر کې یې ټول توان او وس صرف کړ، چې تر یو بریده یې موقتي کامیابي هم ترلاسه کړه.

*ځوان او خواله رسنۍ:*

د فکري جګړې ډېر سنګرونه دي، چې تر ټولو مؤثرهغه یې عامي رسنۍ او سوشل مېډیا ده، چې په مټ یې خپلي ناولې طرحي او شوم پلانونه، پرمخ وړي.
دا ځکه ډېر موثر سنګر بلل کیږي، رسنۍ چې وغواړي کوم فکر ته تعمیم ورکړل شي، هغه عوام په پټو سترګو مني او بیا یې خپلوي.
په همدې آساس موږ ویلی شو چې مېډیا نن سبا د فکري جګړې هغه وسله ده چې په وسیله یې دښمن د مسلمانانو کور ته لاس رسی پیدا کړی، د هغوی د افکارو، تهذیب، او ثقافت نقشه بدلوي، هغوی خپل ملګري خواخوږي، همغږي جوړوي.
غرب چې د داسي یو تهذیب استاځیتوب کوي، چې هغه له اسماني ښوونو او اخلاقي اصولو څخه بلکل عاری دی، د اسلام په وړاندې یې مېډیا په کار اچولي، هغه مسلمانه ټولنه چې اساس یې پر شرم او حیا دی، نن د مغرب له لوري د شخصي ازادي رابوټېدلو کړیکو پر اسلامي تهذیب بې باوره کړې، د باليووډ او هاليوډ فلمي نړۍ چې لومړی هدف یې مادیات پرستي، شتمني، ښځې او شهرت دی؛ مسلمان ځوان ته د ماډل او نمونې په توګه وړاندې کېږي.
له کومې ورځې چې د رسنیو بازار ګرم شوی؛ ترننه یې داسي موضوعات وړاندي کړي چې زیات یې د انسانانو ترمنځ د اختلاف، پاشلتیا او کرکې سبب شوي، تل دا هڅه شوې چې بې مانا غیر اړین او د فحش او فساد موضوعات شایع کړي، ځوانه طبقه ئې داسي بوخته ساتلې چي د ژوندانه له اصلي مقاصدو ئې غافله کړې.
د رسنیو په لړ کي اکثریت داسي دي چي له سترو سترو حقائقو سترګي پټوي، له سترو سترو پېښو به نظر واړوي او یوې وړې پېښي ته به دومره اهمیت ورکړي چې د کتونکو په زړونو کي به نقش جوړ کړي، د هر مجلس او غونډې سوژه به ترې جوړه کړي، ځوان، سپین ږیری، ماشوم او ښځه به د هغې موضوع باربار یادونه کوي، او د ژوند خوږې لمحې به د بې فائدې او خوشي موضوعاتو په بحث تیري کړي.

*ځوان او مادیات پرستي:*

د هغو خطراتو له جملې نه چې باید ښه یې درک کړو؛ یو هم هغه ګڼ شمېره پلانونه دي چې د صهیونیزم، ماسونیت، صلیبیت، کمېونیزم، تبشیر او استعمار… په ځالو کې د اسلامي نړۍ پرضد جوړېږي، د دې پلانونو هدف د شرابو، ښځو، بې بندوباریو او کورکورانه تقلیدونو له لارې د اسلامي ټولنو خرابول دي، چې د دې دسیسه جوړؤنکو په اند ښځه د دې اباحي دعوت او له مکره ډک ډګر لومړنی هدف دی، ښځه هغه ضعیف عاطفي عنصر دی چې بې له کوم فکر او عمل نه د تبلیغاتو، غولؤنو او فتنو په مخ کې قرار نیسي، چې په دې ډول د اخلاقو په فاسدؤلو کې مستقیمه اغېزه لري.

که پر اسلامي تاریخ یو ځغلنده نظر واچول شي، باطل قوتونو تل مسلمانان د ښځو په جال کې را ګیرؤلو هڅه کړې، چې کله هم مسلمانانو جګړه کې د کفارو سرونو په تېز او تند انداز بېلؤل پیل کړل هغوی ښځې د وسلې په توګه کارولې.
د مکې قریشو نبي علیه الصلاة والسلام ته د هغوی ترټولو له حسینې پیغلې سره د واده پېشنهاد وکړ.
صلیبیانو د صلاح الدین ایوبي ورور ته د پاچا له لور سره د نکاح وړاندیز وکړ، یهودیانو خپلې لوڼې د عثماني خلافت خلفاؤ ته تحفه کې وړاندې کړې، هندوانو خپلې تر ټولو ښکلې او جمیلې پیغلې قطب الدین ایبک پښو کې ؤغورځولې.

*د فاجرو ماسونیانو یو تن مشر وایي:*
“پر موږ لازمه ده چې ښځه په خپل واک کې واخلو، هره ورځ چې دهغې لاس موږ ته اوږدېږي، نو د حرامو په وسیله پر خلګو بری موندو، او د دین مرستیالې لښکرې له تیت او پرکتوب سره مخ کېږي”

د ښکېلاکګرو له ډلو ټپلو نه یو بل پېژندل شوی محوري شخصیت وایي:
“هغه اغېزه چې شراب او ښځې یې د محمدي امت په ماتؤلو کې لري؛ سل جنګي توپونه یې هم نه لري، نو دوی د مادیت او شهواتو په مینه کې ډوب کړئ”

کشیش زویمر په ۱۹۳۵ زېږیږ کال د القدس په جبل الزیتون کې د غونډې ګډونوالو ته وویل:
اسلامي نسلونه داسې وروزل شول چې استعمار یې غواړي، دا نسلونه د استعمار له غوښتنې سره سم لویو کارونو ته مخه نه لري، راحت غوښتونکي شول، دهغوی په وجود کې ټنبلي او لټي ځاله جوړه کړې، هغوی زیار باسي چې په هره وسیله کېږي، خپل شهواني غرایز پوره کړي، آن چې د نفساني خواهشاتو اشباع، د هغوی د ژوند ستر هدف ګرځېدلی.

د کمونسټانو په ځینو وثایقو کې موندل شوې، چې دوی وایی، ادیان له مینځه وړل؛ د جوماتونو او کلیساګانو په له مینځه وړلو نه کېږي؛ ځکه دین په زړه کې ریښې لري، موږ د مسلمانانو له سینو نه دین پاکؤل غواړو چې دې هدف ته هغه وخت رسېدلای شو چې د کمیونیزم په تسلط کې بریالي شو.

نه یوازې دا بلکې لوېدیځ د بشریت فاسدۇلو په موخه منظم پروګرامونه لري، د رادیو، تلوېزون، نشراتي مرکزونو، تمثیلي صحنو، او نندارتونونو او همدارنګه د هر اجیر خاین او مزدور لیکوال په مټ یې د دې پروګرامو تطبیق ته ملاوې تړلې دي…دوی توانېدلي چې په خپل خاص مکر او خبث سره د عامیانه فرهنګ، فنون د تفریح وسائل او فاحش خانو له لارې ملتونه د تباهۍ او فساد خوا ته سوق کوي.

دا هغه ښکاره پلانونه دي چې د یهودیت، صلیبیت، فراماسون، تبشیر، او استعمار په ځالو کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد جوړېږي، ښکاره خبره ده چې د دې پلانونو هدف لکه چې وړاندې مو نغوته ورته وکړه، د اسلامي ټولنو فاسدؤل، اسلامي هیوادونو باندې تسلط، او جهادي جبهو ته له ورتګ نه د مومن نسل ایسارول، مسلمانان په لادیني خوځښتونو او احزابو کې شاملول، هغوی د الحاد او انحلال په دلدل کې ډوبول دي.

*ځوان او پردي پال لیکوالان:*

دا چې دښمن له ډېرو مورچلونو حمله آور دی، او کاري وسله یې هم د مسلمان په جامه کې هغه فکر پلورونکي اجیران لیکوالان دي چې قلمي منتر لري، ساحرانه انداز لري، هر څومره د مظبوطې او سوچه عقیدې څښتن چې یوځل د هغوی لیکني ولولي او یا واوري؛ نو د ذهن پر پاڼه به یې داسې نقش پرېږدي چې بیا یې ړنګول ورته ناشوني وي.

دوی عالمان، ادیبان ګمارلي (یاده دې وي چې د عالم فساد د ټولنې فساد دی) چې واقعیتونه برعکس منعکس کړي، تاریخ مسخ او ارزښتونه تحریف کړي، د مسلمان باشهامته ولس څخه د حیا، عفت، خپلواکۍ انرژي وتروړي، او بدل کې ورته بې حیايي، نفاق او بربنډتوب وړاندې کړي.

*ځوان باید څه وکړي:*

مسلمانان ځوانان پرته له دې بله کومه لار نه لري چې د نړیوال یهودیت، صلیبیت او کمیونیزم خطرناکو توطیو، پلانونو ځانګړي او بېلابېل ابعاد درک کړي او د همدې دسیسو انګیزې لاملونه ښه وپېژني.
ځوان باید هغه اوزار وسایل چې دا شوم مثلث او لاسپوڅي یې په سیاسي، اقتصادي او ایډیالوژیکي جګړه پر مخ وړي؛ ښه درک کړي.

ځوانان باید د استشراق او استعمار اړوند زیات مالومات ترلاسه کړي، او همدارنګه د استشراق اهداف د هغه د کار وسایل او د شرقیانو د فرهنګي میراث په بیا ژوندي کؤلو کې د دوی ګډون او همدارنګه د مستشریقینو لیکنې او آثار او د دې اثارو د علمیت درجې او په اسلامي نړۍ کې د دوی زهر شیندنه او هلې ځلې دقیق مطالعه کړي.

زما په اند کله چې ځوانان د دې ټولو توطیو ځانګړي ابعاد او اړخونه درک کړي، او د دې پلانونو د تنفیذ الات او اسباب پیدا کوي همدغه پېژندنه او شعور د اصلاح لپاره د دوی غورځنګ ته قوت ورکوي، او هغه د پیاوړتوب په لور چټک ګامونه اخلي، او اسلامي احساس ورو ورو نمو کوي، ریښې ځغلوي، او په تدریجي ډول د کمال تر ټولو لوړې څوکې ته لاس رسوي، او د څښتن په لور د بلنې کار او خوځښت لا مثمر ګرځي.

له تاسو اسلامي امت ډېر غوښتنې پوښتنې لري، نن یې سینه زخمي ده، پرې پرهرونه لري، نن یې د امیدونو محور او مدار تاسو یئ، نن ایوبي نه لري چې اقصی ته لبیک ووایي، او له کافرو قوتونو څخه یې وژغوري، نن محمد بن قاسم نه لري چې دښمن یې تیت او پیت کړي، نن هارون الرشید نه لري چې قلمرونه یې تر هند، ترکستان او د ختیځ له پلوه د چین تر پولو او د لوېدیځ له لورې تر اندلس پراخ کړي، نن بت شکن محمود غزنوي نه لري چې سومنات اوه ځلې ګواښي، د کفر ایوانونه لړزوي.
نن یې نبض ورو ورو په وچېدو دی، نن تاسو ته سترګې په لار دی، نن یې له تاسو تقاضا او تمنا داده، چې مسئولیت سر ته ورسوئ، خپل نقش ولوبوئ، د سرکښه مادیت له تروږمیو نه، د بې بندوباري او خپلسري الحاد او بې لاریتوب له څپو او جاذبو نه اسلام ته خصوصاً او د بشریت نړۍ ته عموماً نجات ورکړئ، ټوله نړۍ د حق او عرفان رڼا ته، د توحید نور ته، د ایمان ډېوې ته، او د اسلامي لمر پلوشو ته هدایت کړئ.
ترڅو ستاسو د زیار او پرلپسې کار ستاسو د ځان ځارونې او خوځښت ستاسو د پرېکنده او غوڅ تصمیم له امله د مسلمانانو تېر پرتم او عظمت بېرته اعاده شي، تر څو تاسو د ملتونو برخلیک وټاکئ، د بري هغو لوړو پوړیو ته یې ورسوئ چې ښايی.

ځوان ته پکار ده چې د ژوند هدف وپېژني، هغه خطرات او ستونزې درک کړي چې اسلامي هیوادونه یې کلابند کړي دي، ځوان باید د مخکښو تاریخي اشخاصو د مسیر پلوي او تقلید وکړي.

راځئ! نور په غفلت ویده خوب پرېږدو، هدف وپېژنو، په لورې یې چټک ګامونه واخلو.
راځئ! لکه څنګه چې مو په وسلواله مبارزه کې د نړیوال استبکاري طاغوت، عالمي صلیبي ځواک ملا ماته کړه، اېډیالوژیکي مبارزه کې یې هم له تلپاتي ماتې سره مخ کړو.
راځئ! د غربي نړۍ صلیبي ټلوالي هره دسیسه ړنګه، هره توطیه شنډه کړو.
راځئ! یو غږ او یو قوت شو، دوست وپېژنو ملاتړ یې وکړو، دښمن وپېژنو مقاومت ته یې چمتو شو.
کنه نو د ځوان کهول له مسیر نه په چپېدو د اسلامي ملت بېړۍ وچې او ساحل ته پورې باسل، به یو خیال، محال او جنون وي.

پای …..
۲۰۲۰ / ۷ / ۲۷

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: