خـير که د وحشت د سيند څپه را لنډه شوې ده ــ مـونږ ته هـم د امـن کِـناره را لـنډه شوې ده/ مفتون

خـير که د وحشت د سيند څپه را لنډه شوې ده
مـونږ ته هـم د امـن کِـناره را لـنډه شوې ده

نور د سپين سهار تر خوږې غېږې رسېدونکي يو
دغـه د سـتړياوو تـوره شــپه را لـنډه شوې ده

اوس زموږ وطن کې څوک ښېراوې چاته نه کوي
دومــره مـو تر کلي هديره را لـنډه شوې ده

نوره د خـزان د اجـل پـاڼه زېړه شـوې ده
مسته پسرليه ستا وږمـه را لـنډه شـوې ده

هغه تور او سپين پټکي چې ګران هېواد پرې ښکلى ؤ
بيـا يې نـازولـې مــرحله را لـنډه شوې ده

شـوى په مـفـتون دى د يو چا د جدايى اثر
ځکه يې ملګرو حـوصـله را لـنډه شوې ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: