مسیر ورځپاڼه: د بین الافغاني خبرو لپاره دوه خنډونه لرې شول

عزم (چهار‌شنبه، ۰۸، زمری، ۱۳۹۹ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د طالبانو او حکومت له لوري په درې ورځني اوربند، د بندیانو په خوشې کولو او په راتلونکو بین الافغاني خبرو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، د بین الافغاني خبرو پر وړاندې د ۵زره طالب بندیانو نه خوشې کول خنډ و، خو حکومت اوس پاتې بندیان هم خوشې کوي.

«طالبانو د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی چې حکومت یې هم هرکلی کړی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونو ته د اوربند مراعاتولو امر شوی دی. د دې تر څنګ حکومت ویلي چې د پینځه زره طالب بندیانو د خوشې کولو پروسه به ژر بشپړه شي او پاتې بندیان به هم خوشې شي. د افغانستان د سولې په پروسه کې دا یو مهم پرمختګ دی؛ ځکه چې دوې اساسي ستونزې حل کېږي. حکومت د طالبانو پاتې بندیان نه خوشې کول او د دې لپاره یې متفاوت دلایل بیانول او طالبانو هم پر حکومت د فشار لپاره بریدونو ته زور ورکړی و. له همدې امله د بین الافغاني خبرو پیل ځنډېدلی و او جګړه هم زیاته شوې وه. حکومت له دې امله ګرم ګڼل کېده چې بندیان نه خوشې کوي او د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي، خو حکومت طالبان له دې امله پړه ګڼل چې تاوتریخوالی یې زیات کړی او پر جګړه ټینګار کوي. اوس چې د اختر په مناسب طالبانو اوربند اعلان کړی، نو تاوتریخوالی به ختم او یا هم کم شي، چې په دې سره یو خنډ او پلمه له منځه ځي. حکومت به هم د اختر په پلمه او اوربند ته په غبرګون کې او یا هم د خلیلزاد د غوښتنې پر اساس پاتې طالب بندیان خوشې کړي او په دې سره به د بین الافغاني خبرو پر وړاندې یو بل اساسي خنډ هم له منځه ولاړ شي. طالبانو څو ورځې وړاندې ویلي وو چې که یې بندیان خوشې شي، نو له اختر وروسته بین الافغاني خبرو ته حاضرېږي او حکومت هم له طالبانو غوښتي وو چې تاوتریخوالی کم کړي او بین الافغاني خبرې پیل کړي. اوس چې تاوتریخوالی کمېږي او بندیان خوشې کېږي، نو د بین الافغاني خبرو پیل ته لاره هواره شوې ده.»

د سرلیکنې له مخې، حکومت دې د طالب بندیانو سربېره هغه بندیان هم خوشې کړي، چې سپین ږیري دي، ناروغان دي او هم دې د طالبانو پرضد له توندو نیوکو ډډه وکړي.

«د اوربند اعلان او د بندیانو خوشې کول باید د بین الافغاني خبرو د پیل لامل شي. له دې موقع باید ګټه واخیستل شي او پرې نه ښودل شي چې د سولې په لاره کې نوي خنډونه جوړ شي. اوس چې د حسن نیت او سولې یوه فضا برابریږي، پکار ده چې دا حالت دوام وکړي او د خبرو له پیل سره لا زیاته شي. طالبان له اختر وروسته هم باید تاوتریخوالی کم وساتي، حکومت باید د حسن نیت په خاطر نور بندیان، په ځانګړي ډول ناروغان او سپین ږیري خوشي کړي او د طالبانو پر ضد توندې خبرې ونه کړي. دا چاره به فضا نوره هم مثبته کړي او د بین الافغاني خبرو له ښه پرمختګ او بریا سره به مرسته وکړي.»

ورځپاڼې له دواړو لوریو غوښتي، چې د سولې ضد خلک به هڅه کوي چې روانه فضا خړه کړي، خو دوی باید ډېر پام وکړي.

«د سولې مخالفې کړۍ به هڅه وکړي چې شته مثبته فضا خرابه کړي، خو دا د ښکېلو اړخونو او ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د خپل وس سره سم د مثبتې فضا له ساتلو سره مرسته وکړي. دواړه اړخونه باید له خپله اړخه نوره قرباني او انعطاف هم وړاندې کړي او له دې لارې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي. دا اوربند یوه ښه چانس دی او پکار ده چې د افغانستان د دایمي سولې او ثبات لپاره ترې اساسي ګټه واخیستل شي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: