ویسا: دا ځل دې اوربند  په جګړه نه بدلېږي

عزم (چهار‌شنبه، ۰۸، زمری، ۱۳۹۹ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د طالبانو او حکومت لوري د راتلونکي اختر په درې ورځني اوربند بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، موږ جګړې داسې ځپلي یو، چې درې ورځني اوربند هم خوشحاله کېږو؛ ځکه درې ورځې به خلک د خوشحالۍ احساس وکړي.

«د امریکا او طالبانو تر منځ د موافقتنامې له امضاء پوره پنځه میاشتې تیرې شوې، له هغې راهیسې دا دوهم اختر دی چې افغانان یې لمانځي. په کوچني اختر کې د اوربند اعلان د عامو خلکو له استقبال سره مخامخ شو. خو د هغې را وروسته جګړو زور واخیست او زیات شمېر ملکي وګړي هم پکې شهیدان شول. د یوناما په تازه خپاره شوي رپوټ کې چې د ۲۰۲۰  کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د ملکي تلفاتو کچه اعلان کړې ده ویل شوي چې د تېر کال په پرتله په ملکي مرګ ژوبله کې ۱۳٪ کمښت راغلی دي، خو بیا هم ملکي تلفات په هیواد کې لا دوام لري او هره ورځ زیات شمېر زمونږ بېګناه وطنوال  چې په جګړه کې هېڅ ډول دخالت نلري د جګړې د اور قرباني کیږي. پر دې چې د وسله والو طالبانو او د ملي اردو او ملي پولیسو تلفات ور اضافه کړو وینو چې افغان ملت هره ورځ په زیات تعداد خپل هغه بچیان له لاسه ورکوي چې اساساً باید د خپل وطن په ابادولو کې مصروف وای. اوس یو وار بیا طالبانو او حکومت دواړو د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان وکړ. خلک دې ته هم خوشحاله دي او شکر باسي چې اقلاً  د څو ورځو لپاره به افغان وژنه بنده شي. دا د یو ملت د بد بختۍ او بېچارګۍ اخري حد دی  چې د څو ورځو اوربند لپاره هم په تمه وي. افغانان حتي په هغه ورځ چې د تلفاتو شمیر کم وي د خوښۍ احساس کوي.»

د سرلیکنې له مخې، په نړۍ کې هر مشر او حکومت خپل مخالفین لري. طالبان به هم خپل ډېر مخالفین لري، خو ترورېستان نه دي.

«مونږ د ملت په توګه باید پوه شو چې د روانې جګړې له امله څومره انساني او اقتصادي سرمايې له لاسه ورکوو، څومره فرصتونه مو ضایع کیږي چې په ستراتیژیک لحاظ مو هېواد د هغو د تلافي کولو توان شاید ونلري. د دولت – ملتونو په دې بېرحمه زمانه کې چې هر ملت د خپلو منافعو ساتندویي کوي او هر دولت د خپل ملت د منافعو  په نوم د نورو پر ککریو پښه ږدي او پورته خیژي مونږ لګیا یو د هېواد د ننه یو بل وژنو. مونږ ته امریکا او پاکستان نیم ملت تروریست جوړ کړی او نیم دولتي قوت، مونږ د دغو عنوانونو لاندې د یو بل په وژلو بوخت يو. که طالبان تروریستان دي او امریکا له زرګونه کیلومتره  هاخوا خپل عسکر راولیږل تر څو په اصطلاح دغه تروریستان وځپي نن یې ولې ورسره د سولې سند امضا کړی؟ افغان طالب کېدای شي يوې برخې افغانانو ته یو بې لارې، ظالم او ناوړه وطنوال وي خو تروریست نه شي کېدای. کېدای شي دوي د طالبانو له حکومت او حاکمیت سره مخالفت ولري حتی کرکه ترې ولري، آيا زموږ له تېرو حکومتونو ټول خلک راضي وو؟ مګر آيا په امریکا کې کم دي هغه امریکایان چې د ولسمشر ټرمپ  له افکارو، دولتدارۍ او شخصیت څخه متنفر دي؟ نو ایا دوی ته ټرمپ تروریست دی؟ هيڅکله نه! د تروریست عنوان خو امریکایانو طالبانو ته ورکړی ؤ نه افغانانو. خلاصه دا چې د تروریزم سره د مبارزې عنوان فعلي افغان وژنې ته ورکول او بيا دا وژنې جايز بلل د خپل ملت له خوارولو او وطن د ویجاړولو پر ته بله نتیجه نلري.»

ورځپاڼې له ښکېلو خواوو غوښتي چې دا ځل دې اوربند نه ماتوي، بلکې نړۍ او ګاونډیو هېوادونو ته دې هم فکر وکړي، چې زموږ په جګړه کې دوی ګټې کوي.

«زمونږ له دې شخړې پاکستان ګټه اخلي. دغه هيواد لګيا دی حتی تر ډیورنډ کرښې دې خواته پرمخ را روان دی، خپل تخریبي ګروپونه رالیږي، په افغانانو کې نفاق او دښمنیو ته لمن وهي. هندوستان دلته له پاکستان سره خپل حسابونه زموږ د ژوند په بیه تصفیه کوي، د ايرانيانو او عربانو هم همدا حال دی … دا ټول د امریکا د ویجاړوونکي حضور تر سیورې لاندې تر سره کیږي. نو راشئ وطنوالو خصوصا طالبانو او ولسمشره د نیکمرغه لوی اختر لپاره اوربند وغواړو خو دا ځل دایمي اوربند وغواړو او د اختر د فلسفې سره سم نه په ټوپک او نه په قلم یو بل سره ونه وژنو بلکې د ورورۍ لاسونه سره ورکړو کنه ټول ورکیږو.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: