د کرونا له امله په هېواد کې د بې‌وزلۍ کچه ۱۳سلنه لوړه شوې ده

عزم (چهار‌شنبه، ۰۸، زمری، ۱۳۹۹ل): د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام«UNDP»  وايي، په افغانستان کې د کرونا وبا له امله د بې‌ولۍ کچه ۱۳٪لوړه شوې ده.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کرونا له امله د افغانستان اقتصادي وده هم ۹٪سلنه کمه شوې ده او هم په ملي ناخالصو تولیداتو کې کموالی راغلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه له ۵۵سلنې څخه ۶۸سلنې ته لوړه شوې او هم یې د افغانستان اقتصادي حالت ته لوی زیان اړولی دی.

«UNDP» ژمنه کړې چې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د ختمولو لپاره به خپلې مرستې روانې وساتي او هم له یې نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې، چې د بې‌وزلۍ د ختمولو لپاره نورې مرستې وکړي.

د «UNDP» په راپور کې ویل شوي، د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه نه دی او نه هم افغان حکومت کولی شي چې له دې حالت سره مبازره وکړي.

په افغانستان کې د «UNDP» استازي عبدالله الدرداري ویلي، حکومت ته پکار ده چې د سیمې او او ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې ښې کړي، له اداري فساد سره سمه مبارزه وکړي، مالیې دې په رڼه بڼه راټولې کړي، چې د خلکو اقتصادي وضعه ورسره ښه شي.

د الدرداري په خبره، افغان حکومت له دې وړاندې هم له اداري فساد سره د مبارزې ژمنې کړي، خو تراوسه یې دغه ژمنې عملي کړي نه دي.

امریکا، اروپايي ټولنه، نړیوال بانک، اسیا پراختیايي بانک او ځینې اسیايي هېوادونو په تېرو ۱۹کلونو کې له افغان حکومت سره مېلیاردونه ډالر مرستې وکړې، خو په حکومت کې د شته اداري فساد له امله دغه مرستې یوازې د څو تنو جېبونو ته ورغلي او په هېواد پر بنسټیزو پروژو هېڅ پانګونه نه ده شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: