د اميرالمؤمنين ارزښتناک پېغام!

الحمدلله رب العلمين والصلاة والسلام علی امام المجاهدين محمد صلی الله علیه وسلم وعلی اله واصحابه الطيبين الطاهرين الی يوم الدين. وبعد:
د نړۍ ډېر وګړي اخترونه او د خوښۍ ورځې لري، چې مشران يې د هغو په مناسبت د مبارکۍ پېغامونه خپروي، دا دی زمونږ د مسلمانانو لوی اخترهم رارسېدونکی دی. او د افغانستان اسلامي امارت امير المؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخوندزاده ــ حفظه الله ــ د لوی اختر په مناسبت خپل پېغام خپور کړی دی.
خپل مسلمان ولس او د نړۍ مسلمانانو ته يې مبارکي ويلې او دعا يې ورته کړې ده. نو الله جل جلاله دې پر ټولو مسلمانانو باندې ورحميږي او الله جل جلاله دې هغوی د ظالمانو له ظلمه نجات ورکړي، الله عزوجل دې د مسلمانانو پخوانی برم را ژوندی کړي.
عاليقدر اميرالمؤمنين ــ حفظه الله ــ مجاهدينو ته توصيه کړې ده. نو په کار ده چې هغوی په بشپړ ډول عمل پرې وکړي، څو د دوی له خوا ملکيانو ته تلفات ور وا نه وړي، ولې چې د کابل اداره جرم او جنايت وکړي، خو د هغه پړه د اسلامي امارت پر مجاهدينو وراچوي، بناءً ډېر احتياط په کار دی. بل د ولس جنجالونه بايد د اسلامي شريعت په رڼا کې ژر ژر ور حل او فصل شي، ځکه د کابل غلامه او په فساد کې ښکېله اداره له رشوت پرته د ولس ستونزې او لانجې نه حل کوي، آن تر دې چې (د دوی په اصطلاح) د خپلو سرتېرو له کونډو هم نامشروع غوښتنې کوي.
عاليقدر اميرالمؤمنين د اسلامي نظام د راتلو زېری ورکړی دی. نو ان شاء الله چې په ګران هېواد کې به اسلامي نظام راځي او ټولې ستونزې به حل کيږي، پردي به دلته نه وي او د هغوی غلامان به طوعاً او کرهاً اسلامي نظام مني، ځکه ټول ملت د اسلامي نظام راتګ ته سترګې په لار دی، د سېکولرانو له علماني او سېکولرستي کړنو څخه تر پوزې راغلی دی.
مسلمان ولس بايد په خپل منځ کې د اتحاد اواتفاق مراندې ټينګې کړې، د کابل رژيم په تبليغاتو و نه غوليږي، بايد د اسلامي امارت تر بيرغ لاندې يو موټی شي.
عاليقدر اميرالمؤمنين د داسې نظام د جوړښت ويلي، چې په هغه کې به د هېواد ټول قومونه سهيم او برخه وال وي. هوکې! چې د ژبې، قوم، سمت او توکم توپير نه وي په کې، هر څه د اهليت او تقوی په اساس وي، د تور او سپين فرق په کې ختم وي.
د کرزي په دوره کې له يوه ولايت څخه څو لوړ پوړي کسان په څوکيو ناست وو او همداشان د مشرانو جرګې د مشر مسلميار (۱۳) خپلوانو لويې لويې څوکۍ اشغال کړې دي (سره له دې چې ننګرهار د پوهانو ټاټوبی دی).
همدارانګه عاليقدر اميرامؤمنين ويلي: زمونږ جهاد د اشغال د خاتمې لپاره دی. هو! مجاهدينو د الهي نظام د ټينګښت لپاره مبارزه او مجاهده وکړه او مغروره امريکا دې ته اړ شوه چې له طالبانو سره مخامخ د سولې خبرې پېل او د سولې هوکړه ليک امضاء کړي، له افغانستانه خپل پوځيان وباسي. (اسلامي امارت) د دوحې هوکړه ليک ته ژمن دی، ولې د امريکا چارواکي سولې او هوکړه ليک ته ژمن نه دي، بهانې او پلمې لټوي، د بنديانو په خلاصون کې د کابل پر لاسپوڅې ادارې فشار نه واردوي. او هم يې له تور لېست څخه د نومونو مسئله پر ځای پرته ده.
عاليقدر اميرالمؤمنين ــ حفظه الله ــ بين الأفغاني مذاکرات لازم بللي. نو په کار ده ارګمشر هم د ده په څېر لېوالتيا ورته څرګنده او عملي ګامونه واخلي او کوم خنډونه چې دوی ايجاد کړي، لکه د ځینو بنديانو نه خلاصون، بايد هغه لرې کړي او ملت په يوه تلپاتې سوله خوشاله کړي، بين الأفغاني خبرې اترې د هېواد د نېکمرغۍ لامل دي او چې دا ترسره شي، نو همېشنۍ سوله به راشي.
همداراز عاليقدر اميرالمؤالمنين د بيا رغونې په هکله ويلي. نو کله چې اشغال ختم شي، بين الأفغاني مذاکرات ترسره او اسلامي نظام په هېواد کې ټينګ شي، نو بيا حکومت او دولت دا دنده لري چې خپلو ولسونو ته د بيارغونې کارونه وکړي، ځکه دا يې له وظايفو، وجايبو او مکلفيتونو څخه دي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم چې مدينې منورې ته هجرت وکړ، مسلمانان په مدينه کې د اوبو له کمښت سره مخ وو، نو عثمان رضی الله عنه له يهوديانو څخه (کوهی) ورته واخيست. همداشان د اميرالمؤمنين هارون الرشيد مېرمنې زبيدې له عراقه مدينې منورې ته يو نهر ووېست.
دغه راز عاليقدر اميرالمؤمنين د تعليم او تربيې په اړه مناسبه وينا کړې ده. هوکې! تعليم او تربيه د مسلمانانو ميراث دی، بايد هر مسلمان پرې مزين شي. همدا علم دی چې مسلمان په دنيا او اخرت کې لوړوي. بايد ټول افغانان خپل اولادونه د تعليم او تحصيل لپاره له کورونو راوباسي. او حکومت چې د نړيوالو پر تقليد تراوسه د مدارسو، پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې تړلې، بايد ژر تر ژره له اختره وروسته هغه پرانيزي.
عاليقدر اميرالمؤمنين ــ حفظه الله ــ د دښمن د جنګياليو په اړه ويلي، که هغوی خپلې دندې پريږدي نو عامه بښنه به ورته وشي. نو بناءً دا ډېره معقوله خبره ده، بايد هغوی د حکومت له مرستې لاس واخلي او خپلو کورنيو ته له نورو مدارکو، البته حلالو لارو څخه روزي برابره کړي، اسلامي امارت د چا بچيان نه يتيمان کوي.
عاليقدر اميرالمؤمنين له نړيوالو سره د ښو اړيکو ويلي. نو دا د اسلام اصول دي چې له هر چا سره ښه اړيکي غواړي، څو د ښو ارتباطاتو په پايله کې اسلام هغوی ته په سمه توګه ورسيږي. رسول الله صلی الله عليه وسلم د نړۍ واکمنانو ته ليکونه واستول او د اسلام بلنه يې ورکړه. همداشان هارون الرشيد د فرانسې پاچا شارلمان ته هغه ساعت، چې د مسلمانو عالمانو په لاس جوړ شوی و، ولېږه. (اسلامي امارت د چا په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي).
هو! اسلام وايي: لا ضرر ولا ضرار فی الاسلام.
عاليقدر اميرالمؤمنين د عامه شتمنيو په اړه هم ويلي دي. نو اسلامي امارت پخوا هم د عامه شتمنيو ساتنه کړې ده او اوس يې هم کوي، د امارت د واکمنۍ پر مهال يې له ترکمنستان سره د ګاز د نلليکې په اړه لاسليک کړی و، لېونی اشرف غني د دې امتياز هسې ځان ته ورکوي.
ليکنه: عباس عابد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: