د اشغال په پیل کې ولې د ټامیانو پر ځای (مجاهدین! ) واکمنان وټاکل شول؟

 

عنایت الله خاموش
زموږ معاصر تاریخ تقریباً ټول له دې پېښو ډک دی، چې کله اشغالګرو زموږ مقدسه خاوره لاندې کړې او زموږ د ملت کم اصله او بې شعوره افراد یې د خپلې دفاع او افغان وژنې په موخه له ځان سره د غلامانو په توګه ګمارلي؛ نو همدغه د پردیو نوکرانو پر خپل ملت باندې، تر یرغلګرو زیات ظلمونه کړي او په فزیکي و روحي لحاظ یې ځپلي دي.
که د انګریزانو او شورویانو یرغلونو ته ځیر شو، وبه وینو چې دغه دوه اشغالګر قوتونو داسې وخت پر افغان خاوره یرغل کړی چې دلته یې ښه پرېمانه جاسوسان او اجنټان کرایه کړي دي. دغو کسانو د خپل کور، کلي او سیمې؛ د لوېشت-لوېشت معلومات یرغلګرو ته ورکړل او وروسته یې بیا تر څنګ ودرېدل، هغوی یې زموږ په ملت را مارش او دوی به ورته لارې-کوڅې ښودلې.
همدارنګه امریکايي یرغلګرو او متحدینو یې هم د پخوانیو یرغلګرو طرح عملي کړه او له هغه چلونو یې استفاده وکړه چې انګرېز و شوروي کوله. لومړی یې د واک او مادې شوقي هغه افغانان ځان ته ور مات او ملګري کړل چې زیات وخت یې افغانستان کې تېر کړی و او د روسي اشغال پر مهال یې د مجاهدینو په لیکو کې ځانونه مدغم کړي و. دا ځکه چې دوی پوهېدل، چې که چېرته په لومړیو کې په غرب کې رالوی شوي او په غربي مفکوره سمبال افغانان او همدارنګه پخواني د کمونیستانو پاتې شوني رامخته کړي؛ د افغان ملت له سخت غبرګون سره به مخ شي او افغانان به هیڅکله ور سره تعامل و مرسته ونه کړي. نو ځکه یې هغه افغانان رامخته او په لومړۍ کرښه کې له ځان سره ملګري چې ملت د روس په مقابل کې د جهاد له کبله ترې بد نه وړل او زیاتره بې شعوره افغانان یې په ځان راټولولای شول. له دې څخه د یرغلګرو موخه دا وه چې د دغه مجاهد صفته اجنټانو پواسطه به یو داسې نظام جوړ کړي چې په سمبولیکه توګه به دوی واکمن وي او د پردې تر شا به امریکایان د خپلو غربي مفکورې ځپلو او کمونیزم د پاتې شونو نوکرانو پواسطه خپلې برنامې عملي کوي او تر هغې به دوی په صحنه کې لوبوي؛ تر هغې چې په غربي مفکوره سمبال نوی نسل روزل کېږي او بیا د دوی برنامې په ښه توګه عملي کړي.
همداسې یې وکړل. تر هغو یې مجاهد صفته نوکران واکمن وساتل، ترڅو یې چې په افغان نوي نسل کې داسې ډېری ځوانان او د پاخه عمر کسان وموندل چې د پیسې په مقابل کې د خپل کلتور، عقیدې او ارزښتونو تر پښو لاندې کول ورته هیڅ و. اوس مهال چې یې په غربي مفکوره سمبال افغانان واکمن کړل، سوکه- سوکه مجاهد صفته نوکران له صحنې باسي او ملت ته یې اصلي څېرې بربنډوي. دا دی موږ وینو چې اوس په افغانستان باندې هغه کسان واکمن کړل شوي چې یا خو په بشپړه توګه غربي مفکورې ته ژمن دي، یا یې زیات وخت غرب کې تېر کړی او غربي مفکوره ورته د پرمختګ و هوساینې سمبول ښکاري او یا هغه کسان دي چې د پیسې و اقتدار په مقابل کې د خپلې عقیدې، ارزښتونو او کلتور پایمالول ورته هیڅ دي… .
نو په لنډه توګه ویلای شو چې کرزی او د ده ملګري یې ځکه د اشغال په لومړیو کې صحنې ته رامخته کړل؛ ترڅو له یو لوري زیاتره ناپوهه افغانان ورسره ملګري او د اشغال په مقابل کې درېدونکی صف کمزوری کړي او له بله اړخه داسې کسان و روزي چې خپل کلتور، عقیده او ارزښتونه ورته بابیزه ښکاره شي او په وړاندې یې ټینګ ودرېږي او همدارنګه د غربي برنامو د پلي کولو لپاره په اخلاص و صداقت کار وکړي. اوس دا دی وینو چې یرغلګر خپلو موخو ته رسېدلي او داسې کسان یې واکمن کړي چې د خپلې عقیدې، کلتور او ارزښتونو په وړاندې بغاوت کوي او له افغان ملت سره په دې موخه جګړه کوي ترڅو خپل کلتور، ارزښتونو او عقیدې ته شا او غربي ارزښتونه، کلتور او عقیده ومني او هغه څه ته غاړه کېږدي چې په غربي او کفري نړۍ کې رواج دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: