داستان – ملنګ جان

ملنګ جان

یو سړی راته په دې صورت ګویان و
چې نیکه قبر ته تللی هغه ځوان و

د جمعې په شپه دئ لاړو هدیرې ته
سرتور سر ودرېد د خپل نیکه روضې ته

خپل حاجت یې سراسر ورته بیان کړ
په ژړا ژړا یې ځان ورته ستومان کړ

سوال یې وکړ تمامي اهلِ قبور ته
په نېکۍ راورسېږئ ما مجبور ته

ډېر مجبور یم مجبورۍ نه نه خلاصېږم
څه سبب دی په سبب یې نه پوهېږم

سر یې کېښود له ډېر غمه په زنګون
پرېشانۍ یووړ، ویده شو حال زبون

چې ویده شو حال یې ولید هسې شان
خوب ته یې راغلل همه واړه مُرده ګان

خپل نیکه ورځنې مخ وګرځونه
په هیڅ شان یې د ده مخ ته نه کتنه

ده نارې کړې چې بابا ولې دلګیر یې؟
ته له ما نه مرور په کوم تقصیر یې؟

زه راغلی فریادي یمه نن تا له
ستا خاطر ولې له ما نه دی ملاله؟

هغه ووېل: نه مې زوی یې نه دې پلار یم
ستا له لاسه زه په ګور کې شرمسار یم

ما نه بېرته پاتې شوې معشوقه ده
په دنیا کې هغه ستا په تعلقه ده

په نامعه هغه زما محبوب وطن دی
ما ورکړی په هغه روح او خپل تن دی

ما چې وینه په هغه باندې شیندلې
د دښمن نه مې په توره و ګټلې

تا د هغه کوم خدمت دی ادا کړی
چې زما روضې ته سوال کوې نیمګړی؟

چپ چاپیره د دنیا وګوره حال
هر وطن پر مخ تګ کړي په کمال

ستاسو کور کې د وحشت نښې زیاتیږي
د کفارو مړي موږ پورې خندیږي

وشرمېږئ د کفارو له پیغور
د وطن خدمت په سر دی ستاسې پور

په همت سره که ستا وطن آباد شي
خود بخود سره حاصل به ستا مراد شي

دا بیان چې دې سړي واورېد په خواب
راوچت شو اوښکې تلې لکه سېلاب

بیا نو راغلی خوب یې ما لره ښکاره کړ
په بیان یې دا زما زړګی پاره کړ

ما له ډېر غمه شروع کړ دا داستان
چې خبر یې په تعبیر شي ټول افغان

بېکماله به تر څو په وطن ښورو
خپل نیکه ته به قیامت کې څنګه ګورو

خجالت په هر ساعت زه ملنګ جان یم
خپل پېشوا ته ناځواب او ناتوان یم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: