اختره…!/ سپین کوچی

 

چې مرور رانه څوک پاتې نه شي، پام اختره !
زما خـوږو، خـــوږو یـارانو ته سلام اختره !

زه مې یاران غواړم چې تل یې په خندا و وینم
پرهر زړګوټی ترېنه پټ ساتم مدام اختره!

دلته تر هغه چاته یاد یې ، چې راغلی نه یې
لکه ستا یاد او د روژې وروستی ماښام اختره!

ستا د خوښۍ شیبې، که هم، کله په اوښکو نمانځم
د چا په یاد، کوه خیر ما سره نا کام اختره !

ښه مې ګوزار ته برابر و، خو چې ته راغللې
ما مې دوښمن نه هم وانخیست انتقام اختره !!

څنګه؟ د ده به هم رمه د سر سایې ګرځي بیا ؟!
چیرته کوچی که د کوچیانو شي امام اختره ؟!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: