د قرباني څو مهم مسائل

 

د اختر په لومړیو درې ورځو کې هره ورځ چې قربانی وشی سهی ده، خو په لومړۍ ورځ غوره ده او له دې درېو ورځو څخه پرته بله ورځ قرباني نه کېږي.

که له چا څخه د عذر له امله قرباني پاتی شي:
که له چا څخه قرباني د عذر له کبله پاتې شي او يا د قربانۍ په ورځو کې ورڅخه بې پروايي وشي، پر دغه کس واجب ده چې د قربانۍ بيه په غريبانو وويشي. که څوک د قربانۍ په ورځو کې د قربانۍ پيسې صدقه کړي قرباني يې نه کيږي؛ ځکه چې صدقه يو ډول عبادت دی او قرباني بل ډول عبادت، د روژې پر ځاى لمونځ او د لمونځ پر ځاى زکات او حج نه کيږي؛ نو له دې کبله د قربانۍ پر ځاى د قربانۍ په ورځو کې صدقه نه صحيح کيږي.

د قربانۍ د حلالولو وخت:
په کومو ښارونو کې چې د اختر لمونځ کېږي په هغو سيمو کې د اختر د لمانځه څخه وړاندې د قربانۍ حلالول جايز نه دي؛ خو په کومو سيمو کې چې اختر لمونځ نه کيږي، د هغو سيمو اوسېدونکي کولاى شي چې، د سهار له لمانځه څخه وروسته قربانۍ حلالې کړي.

د حلالولو سنت طريقه:
عَنْ أَنَسٍ قَالَ ضَحَّى النَّبِىﷺ:
بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ وَسَمَّى وَكَبَّرَ وَوَضَعَ رِجْلَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا.
(بخارى: باب تکبير عند الذبح، رقم الحديث 5245)
ژباړه:
-له انس رضي الله عنه څخه روايت دى، چې رسول الله دوه ښکرونه لرونکي، سپينوالي او توروالي ته مايل پسونه په خپلو لاسونو قرباني کړل، د حلالولو پر مهال يې (بِسْمِ اللهِ وَاللهُ اَکْبَرْ) وويل او خپله پښه يې د هغه پر غاړه اېښې وه.

تر حلالولو مخکې اداب:
-تر حلالولو مخکې څاروي ته اوبه او خواړه ورکول کېږي، او وږى، تږى يې ساتل مکروه دي.
-د حلالولو ځاى ته يې په ډېر سختۍ سره کشول مکروه دي، بايد په ښه نرمۍ سره د حلالې ځاى ته ورسول شي.
-چاړه به ښه تېره کوي، په پڅه چاړه يې حلالول مکروه دي.
-که چاړه تېره کوي؛ نو له څاروي څخه دې پټه تېره شي.
-د يوه څاروي حلالول د بل په وړاندې مکروه دي.
-تر حلالو دي وروسته يو څه وخت ورته وګوري چې بدن يې سوړ شي.

د قرباني نېت:
د قربانۍ لپاره په ژبه د نېت ويل ضروري نه دي؛ خو په زړه کې به يې دا وي چې، قرباني کوم؛ نو قرباني يې صحيح ده، او د قربانۍ د حلالولو پر مهال (بِسْمِ اللهِ اللهُ اَکبر) ويل ضروري او سنت دي.

تر حلالولو مخکې دعا:
د قربانۍ حيوان بايد مخ په قبله واچول شي او بيا دغه دعا وويل شي:
-إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِيْ فَطَرَالسَّمٰوَاتِ وَالاَرْض حنیفا وَ مَا انَا مِنَ الْمُشْرِکِيْنَ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ.
(ابوداؤد: باب ما يستحب من الضحايا، رقم الحديث 2729)
ژباړه:
-بېشکه مخ مې کړى دى د هغه چا په لوري چې، ځمکې او اسمانونه يې پيدا کړي دي او زه له مشرکينو څخه نه يم، بېشکه لمونځ، ټول عملونه، ژوند او مرګ مې د اللهﷻ لپاره دي.

تر حلالولو وروسته دعا:
د قربانۍ د حلالولو څخه وروسته دې دغه دعا ولوستل شي:
اللّٰهُمَّ تَقَبَّلْهُ مِنَّىْ کَمَا تَقَبَّلْتَ مِنْ حَبِيْبِکَ مُحَمَّدٍ وَ خَلِيْلِکَ اِبْرٰاهِيْمَ عَلَيْهِمَا السَّلاٰمَ.
(مشکوة: 1/128)
ژباړه:
اى ربه! دغه (قرباني) له ما څخه قبوله کړه؛ لکه څنګه چې دې د خپل نازولي پېغمبر حضرت محمدﷺ او حضرت ابراهيم عليه السلام قرباني قبول کړې وه.

د قربانۍ څاروي:
په شريعت کې د قربانۍ څاروي په دوه ډوله دي:

۱-کوچني څاروي لکه؛ وزه او پسه چې، د يوه کس له لوري قرباني کېداى شي.

۲- غوا، غوايى، ګامېښه، اوښه او اوښ ، د اوو کسانو له لوري قرباني کېداى شي او که له اوو کسانو کم پکې شریکان شی او یا یې یو تن يوازې وکړی قربانی یې سهی کیږی البته په دغو څارویو کې تر اوو کسانو زیات شریک کېدل سهي نه دي.

او له پورتنیو څارویو پرته په نورو حيواناتو لکه؛ وحشي څاروي، خرګوش، چرګ يا چرګه او یا دېته ورته نور واړه حیواناتو باندې قرباني نه کيږي.

د قربانۍ د څاروي عمر:
غوا او ګامېښه باید دوه کلنه وي، که تر دې یې عمر کم وي قرباني یې نه سهی کیږی.
اوښه او اوښ بايد پنځه کلن وي، که تر دې یې عمر کم وي قربانی یې نه کیږی.
وزه او پسه بايد يو کلن وي، البته یوازې پسه کې مسئله داده که عمر یې شپږ میاشتي وي او دومره تیار وي چې په ونه او وزن کې د یو کلن برابر وي نو بیا پرې قرباني کیدای شي.

که څوک د قربانۍ لپاره څاروى اخلي، او د قربانۍ پلورنکى ورته ووايي چې، د دغه څاروي عمر پوره دى، او څاروى هم له څېرې څخه په عمر پوره ښکارېده، د پلورونکي په خوله يقين کول روا دي.

د قربانۍ څاروی باید له لاندې عیبونو څخه پاک وي:

١- ړوند به نه وي. او که د سترګو لید یې کم وی خو واښه لیدلای شی او پخپله څرېږی قرباني پرې کیږی.
٢- ګوډ به نه وي، چې د حلالېدو ترځايه نه شي تللى.
٣-ډېره ډنګره به نه وي، چې په هډوکو کې يې مغز نه وي.
۴-څرګنده ناروغي به پکې نه وي.
۵-غوږونه او لکۍ به يې پرې نه وي او که دغه دواړه اندامونه یې تر دريمی حصې کم پرې وی بیا هم قرباني پرې کیږی او که تر درېمي زیات وی بیا ورباندې قربانی نه کیږی.
۶-تيان به يې پرې نه وي.
۷-او پوزه به يې پرې شوې نه وي، که د پوزې دریمه حصه او یا تر دریمي کمه پرې وی قرباني پرې کیږي.

ګرانو وروڼو او خویندو!
دا چې لوی اختر رانږدې شوی؛ نو له تاسې څخه مو هیله ده چې، دا مسائل له نورو ملګرو سره شریک کړئ، تر څو ټول مسلمانان د قربانۍ کولو په مسائلو او فضیلت پوه شي.

مفتي نور الله عزام

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: