“په نړيوالو بازارونو کې د اېراني غاليو ځای افغاني غاليو نیولی”

 

عزم (سه‌شنبه، ۷ زمری، ۱۳۹۹): افغانستان، چې د صادراتو په پرتله يې د وارداتو پله درنده ده، خو بيا هم د افغانستان په صادراتو کې د وچې او لمدې مېوې ترڅنګ، افغاني غالۍ په نړيوالو مارکيټونو کې غوره نوم لري.
غالۍ یو له هغو لاسي صنايعو څخه دي چې په افغانستان کې يې جوړونه او نورو هېوادونو ته صادرول، اوږده مخينه لري. افغاني غالۍ هم د معيار او هم د رنګونو له مخې عالي دي، نړيوال يې ځکه هم په خورا لېوالتيا پيري.
اوس تازه اېراني رسنيو ويلي، چې افغاني غاليو په نړيوالو بازارونو کې د دوی د ایراني غاليو ځای نيولی.
د اېران د صنعتي سکتور چارواکي او د غاليو د خرڅلاو د اتحاديې مسؤلين وايي: اوس مهال د اېراني غاليو او فرشونو پر ځای د افغانستان، پاکستان او هند جوړ شوي فرشونه او غالۍ، په نړيوالو مارکيټونو کې ډېر پېرل کيږي.
اېراني چارواکي زياتوي، په نړيواله کچه يې د غاليو خريدران ۸۵ سلنه کم شوي، چې دا د دوی هېواد ته لويه اقتصادي ضربه ده.
اېراني چارواکي، د اېراني غاليو د پېردونکو د کمېدلو لامل، لوړې بيې بولي. که څه هم افغاني غالۍ د نړۍ تر ټولو قېمته غالۍ دي، خو بيا يې هم خلک په پېرلو کې زړه نازړه نه کيږي.
همدا اوسمهال د افغاني غاليو ترڅنګ افغاني فرشونه، چې په لاس اوبدل کيږي، هم په نړيواله کچه ګرم بازار لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: