شیخ هبة الله اخندزاده: د قدرت انحصار نه غواړو، کار اهل کار ته سپارو او د اسلامي‌نظام تکامل د افغانانوپه اتفاق پوري تړلی دی

طالبانو نن سه شنبه د زمري بږپه ۷مه د خپل مشر شیخ هبة الله اخندزاده اختریز پیغام نشر کړ چې پکې یې خپلو کسانو ته د خلکو او لویو لارو د امنیت ساتلو سپارښتنه کړې.

پیغام کې راغلي «د هېوادوالو امنیت، د هغو له ځان، مال، عزت او ګټو څخه  دفاع د خپل ځان عملي وجیبه و ګڼئ، د ملکي خلکو له ژوند سره  نهایت ډير احتیاط وکړئ، د خلکو ترمنځ د دعوو او جنجالونو د حل او فصل لپاره د محاکمو او ذي صلاح ادارو په مرسته خپله ټوله سعې وکړئ، د لویو لارو د امنیت ساتلو، د تجارانو لپاره د اموالو د انتقال په وخت کې د سهولتونو رامنځته کولو او له هغوی سره د ښه چلند لرلو په برخه کې  جدي پاملرنه وکړئ.»

دغه اختریز پیغام کې طالب مشرتابه افغان ولس ته په خطاب کې ویلي چې دوی په راتلونکي کې داسې یو نظام غواړي چې ټول افغانان پکې ځان و ویني.

«افغان مجاهد  ولسه!
زموږ جهاد د اشغال د خاتمې او د سوچه اسلامي نظام د اقامې لپاره وه او ده، ځکه نو خپل مجاهد او کړیدلي ولس ته ډاډ ورکوو چې د دوی له آرمانونو سره به جفا نه کیږي ان شاءالله تعالی، ورسره په هېواد کې د داسې نظام غوښتونکي يو چې ټولې پرګنې مو په کې د اهليت پر بنسټ خپل ځان وويني او هر څوک د هېواد په پرمختګ کې د خپلو مسؤوليتونو د تر سره کولو له لارې برخمن شي.
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی د دغه کور ‌ابادول،‌ د ديني او ملي ارزښتونو ساتل، او له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا څخه يې دفاع کول  د هر افغان مسؤوليت دی.
زموږ او ستاسو روانه مبارزه د پورته اهدافو لپاره یوه وسیله ده، که دغه ستر هدفونه په خبرو او مفاهمې سره تر لاسه شي، موږ يې پلوي یو او صادقانه او جدي خبرې اترې د ستونزو د حل یوه اساسي لاره بولو.
موږ له چا سره ذاتي دښمني نه لرو، بلکې د هېواد د خپلواکۍ اویوه سوچه اسلامي نظام د قیام لپاره مو وسله پورته کړې ده، د پورتنیو اهدافو د پوره کیدو په صورت کې له ټولو سره سوله ایز ژوند غواړو.»

د بین الافغاني مذاکراتو په اړه:
له امریکایانو سره په دوحه کې د تړون لاسلیک، بیا وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره کوښښونه هغه څه دي چې اسلامي امارت يې په اړه خپل مسئولیت ادا کړی دی.
اوس په نورو جهتونو پورې اړه لري چې څومره له دې مهیا شوي فرصت څخه سمه استفاده کولای شي.
د بندیانو تبادله چې د زرګونو هیوادوالو او غمځپلو کورنیو د خوشالۍ او ډاډ سبب شوه، یو مهم پرمختګ و چي باید مقابل لوري ځنډ نه وای په کې را وستی، داچې موږ د سولې په لور قدمونه اخلو د بندیانو خلاصون یې یوه لویه برخه ده چې هم اعتماد رامنځ ته کوي او هم د سولې لار لنډوي.
داخلي جهتونه دې د بين الافغاني خبرو په وړاندې پراته خنډونه بې له ځنډه لرې کړي،‌ د لنډ مهاله ګټو د تقسیم پرځای دې د هېواد علیا مصالحو ته ترجیح ورکړي،

پیغام کې د بین الافغاني خبرو په اړه ویل شوي چې دوی پورې تړلي تول موضوعات یې بشپړ کړي او خپل مسئولیت یې ادا کړی، خو مقابل لوری باید له دغه فرصت سمه ګټه واخلي او د بندیانو د خلاصون پروسه چې د اعتماد فضا رامنځته کوي باید ځنډ نه وی پکې رامنځته شوی او د لنډ مهاله ګټو بر ځای دې د هیواد علیا مصالحو ته ترجیح ورکړي «تر څو افغانان په خپله د جګړې د داخلي موجودو او بالقوه عواملو د له منځه وړلو، هېواد ته د دائمي سولې د راګرځولو او د راتلونکي اسلامي نظام  په اړه یوه ګډ تفاهم ته سره ورسيږي.‌»

همداراز په بیغام کې د امریکایانو سره د تړون په اړه ویل شوي چې «اسلامي امارت له امریکا سره لاسلیک کړي تړون ته ژمنتیا لري، د امریکا د حکومت اړوند ملکي او پوځي ارګانونه او متحدین يې هم باید له اسلامي امارت سره کړي تړون ته په ژمنتیا سره، په ناموجهو څرګندونو او تبلیغاتو د امریکا د دې اوږدې جګړې ختمولو په لاره کې موانع ایجاد نه کړي.
د امریکا متحده ایالات د تړون د تطبیق غوندې لویه او مهمه پروسه کې باید له ډير جدیت، سرعت او تدبیر څخه کار واخلي، د تیرو نولسو کلونو څخه زده شوې تجربې باید مخې ته کیږدې، بیا خپل مسئولیت په ښه ډول ادا کړي، مثلا د توافقنامې خلاف  د بندیانو د خلاصون لس ورځنۍ  پروسه څلورو میاشتوته غزول، لا هم د تورو لستونو په خپل حال پاته کېدل، وخت په وخت  ډروند، بمبارد، چاپې او توغندیز بریدونه کول او بیا په ناموجهو دلایلو توجیه کول د هیچا په ګټه نه دي او نه هم دا ډول حرکات نور د جنګ په ګټلو کي رول لري؛ بلکې برعکس ستونزې ځيږوي، په دې اړه هم باید امریکا او هم نوره نړیواله ټولنه جدي واوسي او نور مشکلاتوته د پای ټکی کیږدي.»

طالب مشر د اوسني حکومت په اړه ویلي «چې د افغانستان په اقتصادي منابعو او ذخایرو او چوکیو د ټولنې له درد او غوښتنو ناخبره یوه داسې وړه ډله تحمیل شوې چې هغوی د افغانستان د علیا ګټو او ملي مصالحو په غم کې نه دي، د لنډمهاله ګټو او اقتدار په کشمکش مصروف دي، د هېواد اوږد مهاله کامیابي او ښیرازه اهمیت نه ورته لري، ملي او مهمې پروسې له ځند او خند سره مخ کوي، لوړ مصالح په خطر کې اچوي، چې نړیواله ټولنه باید همدې ستونزې ته متوجه واوسي.»

پیغام چې هر اړخیز وضاحت پکې وړاندې شوی او د ګاونډیانو په اړه یې هم ویلي چې دوی یې په چارو کې مداخله کول نه غواړي ګاونډیان هم باید د افغانستان په چارو کې مداخله ونکړي.

همدا راز یې ویلي چې په راتلونکي حکومت کې باید د هیواد اقتصادي پرمختګ ته کامله توجه وشي او « د نړیوالو اقتصادي پانګونو لپاره زمینه مساعده شي، ترڅو مو ویجاړ او جنګ ځپلی  وطن د بیا رغونې او هر اړخیز پرمختګ په لور ګړندي ګامونه واخلي، اقتصاد مو په پښو ودریږي، ښارونه او کلي مو آباد شي، هېوادوالوته مو کار پيدا شي، له فقر، تنګ لاسۍ، مسافرۍ او په نورو هېوادونو کې له کړاوګاللو څخه را وګرځول شي.»

هغه همدا راز د تعلیم او تربیې د ودې په اړه هم سپارښتنه کړې او په بای کې یې عسکرو ته په خطاب کې ویلي
«په مقابل جانب کې جنګیدونکو افرادو او مخالفینو ته یوځل بیا پيغام ورکوو چې له جنګ او مخالفت څخه  لاس واخلي، د اسلامي امارت د عفوې غیږه يې په مخ کې خلاصه ده، موږ نه غواړو چې د دوی کورنۍ بې سرپرسته شي، کوښښ به مو دا وي چې دوی ته قناعت ورکړو، ترڅو له مجاهدینو سره یوځای او ژوند يې وژغورل شي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: