د کرېکټ بورډ اجرائیه مشر لطف الله ستانکزی له دندې ګوښه شوی

عزم (سه‌شنبه، ۰۷، زمری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر فرحان یوسفزی وايي، د یاد بورډ اجرائیوي مشر لطف الله ستانکزی یې له دندې ګوښه کړی دی.

نوموړي پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي، لطف الله ستانکزی د خرابې کارکردګۍ، مدیریتي بې غورۍ او له مدیرانو سره د بد سلوک په وجه له دندې ګوښه کړل شو.

د یوسفزي په خبره، ستانکزي ته تر دې د مخه شفاهي او تحریري اخطاریې ورکړل شوې وې، خو نوموړي بیا هم د کرېکټ بورډ له اصولو غاړه غړوله. «د کرېکټ بورډ د اجرائیه ریاست بست به د ازاد رقابت له لارې اعلان ته ځي او له هغه وروسته به د کرېکټ بورډ د بشري سرچینو د اصولو مطابق وړ کس ټاکل کیږي.»

خو د کرېکټ بورډ پخواني اجرائیوي مشر لطف الله ستانکزي پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي، چې په دې اړه یې د کرېکټ بورډ د مشر کوم پیغام نه دی ترلاسه کړی او نه هم تراوسه کوم اخطار ورکړل شوی دی.

نوموړی دا هم وايي، چې د کرېکټ بورډ مشر د ده د ګوښه کولو واک نه لري او دا کار باید د کرېکټ بورډ غړي وکړي. «د دى لپاره چى بوديجه مو پياوړي شي او هم پرى ځيني رغنيزې چارې مخې ته يوسو د يو څو داسې لوبغاړو قراردادونه مو د A نه B ته کړ خو متاسفانه چې پدې نظام کې چې څومره له صداقت نه کار اخلې ستونزې درته جوړيږي.»

لطف الله ستانکزی پروسږکال د کرېکټ بورډ د پخواني اجرائیوي مشر شفیق الله ستانکزي پر ځای وټاکل شو. ویل کېږي نوموړی د کرېکټ بورډ د پځواني مشر عاطف مشعل نږدې کس دی او مشعل د ده د ګمارلو لپاره له اسلام اباده کابل ته راغلی و.

د کرېکټ بورډ اوسني ډېری چارواکي د کرېکټ متخصصین نه دي او یوازې له ارګ سره په پېژندګولۍ په دندو ګمارل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: