خبرې په دېوالو هم لیکل کېږي؛ خو عمل نه پرې کوي!

عنایت الله خاموش
په اوسنۍ موډرنه او ډیموکراسۍ ځپلې ټولنه کې، د تبلیغاتو په مټ ذهنیتونه داسې عیارېږي چې ډېر لیږ کسان عمل ته ګوري، نور ټول په خبرو غولېږي او هغه چا څخه ملاتړ کوي چې همدغه تبلیغاتو ترې اتل جوړ کړی وي او په خبرو خلک غولوي.
که مو یاد وي، کله چې د امریکا او متحدینو له لورې یې، زموږ ګران هیواد اشغال او دلته یې خپل ژمن و غلام افراد واکمن کړل؛ نو هغه د چا خبره، په خبرو به یې اټک نیوی. په خبرو کې به یې داسې غولونکي شعارونه ورکول چې تر ډېره یې افغان ملت غولولی او په پټو سترګو د دوی تر شا روان و. کله به یې ورته ویل چې دسترخوان به مو له ډوډۍ در ډک او لوږه به ورکه کړو، کله به یې ویل چې د نړیوالو ډونرانو په مرسته مو داسې نظام و حکومت جوړ کړی چې هیڅ بهرنی تیریګر به راته سترګې برګې نه کړي، کله به یې ویل چې افغانان به په کم وخت کې ډېر پیاوړی اقتصاد او… ولري او کله به یې… ویل. مګر په ډېر کم وخت کې خلک پوه شول او هغه کسانو چې د تبلیغاتو د اغېز له کبله یې د خبرې په پټو سترګو منلې وې، ماغزه یې فعاله شول او دا یې غوره وبلله ترڅو له دغه افرادو څخه چې ټول وخت خبرې کوي او په خبرو کې درواغ وايي، لاره بېله او په پټه و ښکاره یې مخالفت وکړي.
بیا کله چې د کابل ادارې واک بل غرب ځپلي ته سپارل کېده، یو ځل بیا د افغان ملت د غولولو لپاره پراخ تبلیغات وشول او نویو واک ته رسېدونکو به په خپلو خبرو کې داسې وعدې کولې، چې له مچ څخه به یې فیل او له فیل څخه به یې مچ جوړاوه. د پیاوړي اقتصاد د رامنځته کېدا، بنسټیزو پروژو عملي کېدا، فساد، ظلم، زورواکي او… له منځه وړل، ځوانانو ته د کار زمینه چمتو کول او نورې زیاتې وعدې وې چې د افغان ملت د غولولو لپاره په ډېر مهارت سره ورکول کېدې. مګر ډېره ژر جوته شوه چې پورته ورکړل شوې وعدې، یوه هم عملي نه شوه؛ بلکې ټولو ورکړل شویو وعدو سرچپه بڼه غوره کړه او داسې یو حالت رامنځته شو، چې په تېر پسې خلکو ارمان وکړ او… .
نو اوس مهال چې یو ځل بیا خبرې ډېرې زیاتې شوي او زیات شعارونه ورکول کېږي، موږ باید پوهه شو چې یو ځل بیا د افغان ملت د غولولو او مهارولو لړۍ روانه شوې او واکمنه ډله غواړي د خپلو فرېبجنو تبلیغاتو پر مټ یو ځل بیا افغان ملت دوکه او د ځان ملاتړ ته یې وهڅوي. نور باید افغان ملت په خبرو او تبلیغاتو ونه غولېږي، هرڅوک د عمل په تله وتلي، نه د خبرو او تبلیغاتو. دوی باید سر خلاص کړي چې په دېوالونو هم ډېرې ښې خبرې او پیغامونه لیکل شوي وي؛ خو عمل نه شي په کولای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: